1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که تړون لاسليک نه سي ناټو هم مرستي بندوي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د ناټو لوړپوړي ديپلوماتان کواښ کوي چي که ولسمشر کرزی له امريکا سره امنيتي تړون لاس لیک نه کړي خپلي مرستي به ورباندي بندي کړي. د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د سه او چهارشنبې په ورځو پر دغي موضوع باندي په بروګسل کي ږغيږي.

https://p.dw.com/p/1AS5A
انځور: Reuters

که افغان ولسمشر حامد کرزی له امريکا متحده ايالاتو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاس لیک نه کړي، ناټو به تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته هيڅ عسکر ونه لېږي او د دغه هيواد د لښکر او پوليسو له پاره په ميلياردونو ډالره ژمنه سوي پيسي به ورباندي قطع کړي. د ناټو د لوړپوړو ديپلوماتانو په حواله دغه موضوع به په بروکسل کي د ناټو د دوه ورځنۍ غونډي محوري ټکي وي.

ناټو وايي چي د راتلونکي کال د فيبرورۍ تر مياشتي پوري بايد په افغانستان کي د دغه تړون د نوي ماموريت پريکړه وسي. په پام کي ده چي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ سرتيري به د افغان امنيتي ځواک د روزني او ملاتړ له پاره دغه هيواد ته ولېږل سي.

د ناټو يوه لوړ پوړي ډيپلوماټ ويلي دي «که چيري دغه ماموريت پيليږي، نو هغه بايد يو قانونيت ولري.» دغه ډيپلوماټ چي نوم يې نه دی ښوول سوی زياته کړې ده: «موږ دې ته په تمه يو چي کرزی ووايي چي دغه امنيتي تړون لاس لیکوي.» که چيري په افغانستان کي امریکايي عسکر نه وي نو په دغه هيواد کي به يو بهرنی عسکر هم پاته نه سي. دغه ډيپلوماټ ويلي دي: «دا بايد بېخي روښانه وي چي زموږ ماموريت ته بايد ښه راغلی وويل سي.»

کرزي ته بايد دای خبره تر لمر روښانه وي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان امنيتي ځواک سره د ۴،۱ ميليارد ډالرو کلنۍ مرسته هم له منځه ځي. په دغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو په نه موجوديت کي دغه مرستي تر پوښتني لاندي راځي چي آيا نړيوال به بيا دغه مرستي ورکړي که نه؟ افغان حکومت په خپله د کاله يوازي د نزدې ۵۰۰ ميليونو ډالرو د برابرولو توان لري.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو نه شتون به هغه ۴ ميليارده ملکي مرستي هم له ګواښ سره مخامخ کړي چي د توکيو په نړيوال کنفرانس کي له افغان حکومت سره ژمني وسوې. مرسته کوونکي هيوادونه وايي چي «زموږ په نه موجوديت کي به شک ولرو چي دغه مرستي به پر سمه لار مصرف سي که نه.»

په ناټو کي د امریکا استازي دګلاس لتو، ويلي دي چي دغه دوه اړخيز امنيتي تړون «د جنګ تر ماموريت وروسته همکاريو د ځنځير لومړۍ او اساسي کړۍ ده.» هغه زياته کړې ده په دغه امنيتي تړون پوري د افغان امنيتي ځواک تجهيز او پراختيا تړلې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکاري سوزان رايس، د نوومبر مياشتي په پای کي په کابل کي افغان ولسمشر حامد کرزي ته دا روښانه کړه چي که چيري دغه دوه اړخيز امنيتي تړون د روان کال ترپايه پوري لاس لیک نه سي واشنګټن بله هيڅ چاره نه لري، چي خپل ټول عسکر د ۲۰۱۴ کال ترپایه پوري له افغانستان څخه ونه باسي.