کنړ: د پل په جوړيدو سره دوه ولسوالي ونښلول شوي
۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعهد ياد پل مالي لګښټ د ولايتي بيارغوني ټيم له خوا ورکړل شوي او چاري د يوه کورني شرکت له خوا په دوه کلونوکي بشپړ شوي دي.
د پل د پرانستي پر مهال د کنړ والي، سيد فضل الله وحيدي، وويل « دغه لوي کانکريټي پل 230 متره اوږدوالي او 7 متره سور لري. پردغه پل يو 1.3 ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلي.»
ښاغلي وحيدي د سيمي له خلکو څخه وغوښتل چي د نوموړي پل په ساتنه افغان دولت سره مرسته وکړي.
د دغه پل په جوړيدو د سيمي خلکو ډيره خوښي وښودله او وويل چي پخوا له ډيرو ستونزو سره مخامخ ول خو د دي پول د جوړيدو سره د دوي په ورځينيو چارو کي ډيري اسانتياوي رامنځ ته شوي دي.
دسرکاڼو د ولسوالي يوه اوسيدونکي، سيد نادرخان، وويل: «پخوا خلک له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ول خو د دي پل په جوړيدو سره زمونږ ديري ستونزي له منځه تللي دي.»
د تيرو پنځو کلونو په مودي کي د کونړ پر لوي سيند دا شپږم کانکريټي پول دي چي د امريکا متحدو ايالاتو په مالي مرسته جوړيږي.
شمع احمدزي/ ننګرهار
کتونکي: مسعود جهش