1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندوز: د طالبان يو قوماندان نيول سوی دئ

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه

يوه المانۍ ورځپاڼه لیکي، چي د دغه هيواد ځانگړو ځواکونو د افغانستان په شمال کي د طالبانو يو مخکښ قوماندان نيولی دئ. د «بيلد» ورځپاڼي کښلي دي، چي ملا عبدالرحمان د طالبانو له خوا د کندوز والي معرفي سوی وو.

https://p.dw.com/p/16Upa
انځور: KSK

د المان د دفاع وزارت، د طالبانو دغه لوړپوړی قوماندان په ۲۰۱۰ کال کي د درو تنو الماني سرتيرو په وژنه کي په لاس لرلو تورن کړی دئ. پر دې سربيره ويل کيږي چي دغه کس په ۲۰۰۹ کال کي په کندوز کي د تيلو د هغو دوو ټانکرو په تښتولو کي هم لاس درلود، چي وروسته د الماني ځواکونو له خوا ورباندي بمبار وسو.

په دغه پيښه کي يو شمېر ملکي وگړي ووژل سول، چي دا بيا د المان د هغه وخت د دفاع وزير فرانس جوژيف يونگ له دندې څخه د استعفا سبب سول.

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق له دويچه ويله پښتو ويبپاني سره په يوه تليفوني تماس کي پيښه تائيد کړه او زياته ئې کړه چي دغه گډ عمليات چي په شمال کي له ايساف ځواکونو سره چي مشري ئې الماني ځواکونه کوي بريالي تر سره سول.

په کندوز کي د سوځل سوو ټانکرانو انځور
په کندوز کي د سوځل سوو ټانکرانو انځورانځور: AP

بله خوا د افغانستان په شمال کي د الماني ځواکونو يوه وياند د«بيلد» ورځپاڼي ته ويلي دي، چي د طالبانو دغه مخکښ قوماندان د ځانگړو عملياتو په ترځ کي نيول سوی دئ.

هغه زياته کړې ده:«دغه عمليات د ايساف ځواکونو په مرسته چي الماني سرتيري ورسره ول د افغان ځواکونو سره يو ځای تر سره سوي دي.»

د وسله والو طالبانو دغه قوماندان د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ د غونډۍ کلا په سيمه کي د جمعې د ورځي په ماښام د افغان او الماني ځانگړو ځواکونو په گډو عملياتو کي نيول سوی دئ.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ عيسوي کال تر پايه پوري جنگي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او د دغه هيواد ټول امنيتي مسئوليت افغانانو ته وسپارل سي.

نړیوال ځواکونه اوس تلاښ کوي چي افغان اومنيتي ځواکونه پر خپلو پښتو ودريږي او دغه ستر مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.

يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي افغان امنيتي ځواکونه اوس په يوازي سر د عملياتو د ترسره کولو توان نه لري او تر ډيره وخته ئې بايد مرسته وسي.

رويترز/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم