1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار والي: په کندهار کي د چاودنو د لړۍ ډيری قربانيان ملکي خلک دي

۱۳۸۸ اسفند ۲۳, یکشنبه

دغه چاودني چي د تير ماښام راهيسي په کندهار ښار کي تر سره کيږي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي...

https://p.dw.com/p/MSW7
په کندهار کي د چاودنو لړۍ تر نن سهاره پوري روانه ول
په کندهار کي د چاودنو لړۍ تر نن سهاره پوري روانه ولانځور: AP

د کندهار ښار هغه د بيروبار ورځني ژوند نن داسي بڼه خپله کړي، لکه يوه جنګي کلا چي تر سخت جنګ وروسته سپېره ولاړه وي.

«په کندهار کي د شنبې د ماښام د ځانمرګي بريدونو او چادونو او د نن سهار د يوې چادوني ډيري قربانيان ملکي خلک دي.» دا خبره د کندهار والي توريالي ويسا نن يو خبري کنفرانس ته وکړه:« يو شمېر ياغيانو چي د ځانمرګي بريد په واسکټونواو ټوپکو او نور وسلو سره سمبال ؤ، پرون ماښام د کندهار د ښار مختلفي برخي تر خپلو بريدونو لاندي ونيولي.»

د دغو حملو مسووليت طالبانو په غاړه واخيست. دا حملي وروسته له هغي په لاره واچولي سوې، چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کريستل او نور پوځي چارواکو د پسرلي له پيل سره پر کندهار د يوې ستري حملي د تياري خبرداری ورکړی.

د طالبانو د يو وياند له خوا نړيوالو خبري آژانسونو رپوټ ورکړی، چي هغوي وايي: د کندهار وروستي حملې د جنرال ميک کريستل د وروستيو يادونو، چي په دغه ولايت کي به د طالبانو ټغر په کليو او بانډو کي د پراخو عملياتو سره ټول کړي،« د غبرګون» په توګه وي.

د طالبانويو يو وياند له يو نا معلوم ځاي څخه د تيلفون له لاري رسنيو ته ادعا کړي ده چي د کندهار د شنبې د ماښام په حملو کي کابو 50 تنه افغان او بهرني ځواکونه وژل شوي او 70 تنه نور ټپيان دي.

خو د کندهار والي توريالي ويسا نن وويل، چي په دغو حملو کي يواځي 7 تنه پوليس وژل سوي او8 تنه نور ټپيان دي، پاتي «ټول ولسي خلک دي».

ويسا وويل: « کله چي د واده د مراسمو يو سالون ته نژدي يوه چادونه وشوه 7 ښځي او درې ماشومان ووژل شول».

ويسا زياته کړه،«حملي هغه وخت پيل سوې، چي يو ځانمرګي بريد کونکي هڅه وکړه د کندهار لوی محبس ته چي د ښار په لويديځه څنډه کي موقعيت لري،د 700 کيلو ګرام چاودونکو توکو سره ننوځي.

نورو اورپکو د امنيې قومانداني مقر او د ښار دوه مارکيټونه تر هدف لاندي ونيول. عيني شاهدانو وويل چي د اوږو پر سر له توغنديو او لاسي بمونو څخه هم کار اخيستل سوی دی. له چاودنو وروسته په کندهار کي بريښنا هم غوڅه سوه او توره دربه سوه.

دکندهار والي وويل، چي هغه له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چي په نوموړي ولايت کي خپل پوځي حضور پياوړی کړی.

توريالي ويسا يادونه وکړه چي نن سهار ( يکشنبه)هم په کندهار کي د جاپان د يو ساختماني شرکت دفتر ته نژدي يو سخته چادونه وشوه چي د هغه شرکت يو افغان او څلور پاکستاني کارګران يي ټپيان کړل.

يوه اوني مخکي هم د نوموړي شرکت څلور پاکستاني او يو افغان کارګر د کندهار د ښار په يوه بله برخه کي هغه وخت ووژل سول، چي د هغوی د د سپرلی موټر د نا معلومو وسلوالو کسانو له خوا تر بريد لاندي راغلی.

AG/DPA/ Reuter/ عبدالباري حکيم

کتونکی.زيارمل