1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه د حل کيدو په درشل کي ده

۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د کندهار د ښووني او روزني چارواکي وايي، په تېرو ښوونيزو کلنو کي ددوى په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه د مسلکي ښوونکوکمښت ؤ. لاکن په نوي ښوونيزکال کي به دغه ستونزه آن په يوشمير ولسواليو کي لاهم له منځه تللې وي.

https://p.dw.com/p/12UpQ
په کابل کي د رياضي يو شخصي مکتب
په کابل کي د رياضي يو شخصي مکتبانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

دغه خبره د کندهار د پوهني رئيس نجيب الله مجددي په کندهارکي د نوي ښوونيز کال د پيليدو په مراسموکي د زنګ د ږغولو څخه وروسته وکړه.

 

مجددي وايي په دې لارکي د ښووني او روزني وزارت، د کندهار ولايت مقام  او په سيمه کي قومي مشرانو، مخورو اوسپين ږيرو ورسره ځانګړي مرسته کړې.

 

د نوموړې په قول که دغه مرستي نوره هم ادامه وکړي نوهغه ورځ ليري نه ده چي د کندهار په ليري پرتو ولسواليو کي به نه يوازي تړلي ښوونځي پرانيزي، بلکي مسلکي ښوونکي او بشپړ درسي توکي به هم ورته ورسوي اوزده کوونکي به د يو وړ درسي چاپيريال په غيږکي خپلي زده کړي د تکړه ښوونکو څخه زده کړي.

 

دا په داسي حال کي ده چي د کندهار د ښووني او روزني چارواکي د سږني ښوونيز کال لپاره د شل زره نوي زده کوونکو د جلب او جذب د وړتيا يادونه هم کوي.

 

د کندهار ولايت اداري رئيس محمدامين کمين پر ښوونکو او زده کوونکو باندي ږغ وکړ چي شپه او ورځ پرځان يوه  او د پوهي په ډګر کي ځانونه د نړۍ د سيالانو سره اوږه پر اوږه روان کړي.

 

ځکه په وينايي چي په هيواد کي روانو ناخوالو او تپل سويو جنګ جګړو هيواد وال په هره څانګه کي د نوري نړۍ په پرتله وروسته پاته کړي دي.

 

« دغه جنګ چي پر موږ تپل سوى دى، دې جنګ موږ د نړۍ له ګړندي کاروان څخه ډېر وروسته پاته کړي يو، نو تاسو محترم  استادان او ګران زده کوونکي بايد شپه او ورځ زحمت وکاږى ترڅو، موږ وکولاى سو، دا خپل کاروان د جهانيانو سره يو ځاى کړو.»

 

د کندهار يو شمير زده کوونکي د نوي ښوونيز کال په پيليدو خوښ دي خوددې کال سره سم د سولي هيله هم کوي او وايي هغه مهال به ښې زده کړي ترلاسه کړي چي په هيواد کي د ناامنۍ لمبې په سوله بدلي سي.

 

دوى له ميندو او پلرونو څخه هم هيله کوي، چي خپل اولادونه ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو ته وليږي.

 

د هيواد په ګرميسرو سيموکي په داسي حال کي نوى ښوونيزکال پيل سو، چي يوازي په کندهارولايت کي د٤٣٠ښوونځيو له ډلي څخه ١٧٢ښوونځي د کندهار په بيلابيلو ولسواليو کي د ناامنيو له امله تړلي او ددې ترڅنګ په ميانشين، غورک، ريګستان او ښوراوک ولسواليوکي په زرګونو زده کوونکي يو مخ د زده کړي له نعمت څخه بې برخي دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل