کندهار – د ايران او افغانستان د توليداتو نندارتون
په کندهارښارکي د ایران او افغانستان اسلامي جمهوریتونود تولیداتو ګډ سوداګریز نندارتون د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۶مه پرانیستل سو. دغه نندارتون به دوې ورځي د ننداره کوونکو پرمخ پرانستلی وي.
د کندهار والي همایون عزیزي د نندارتون د پرانستنې په مراسمو کي ونډه واخيسته.
د افغان سوداګرو او صنتکارانو په استازیتوب د هیواد د سوداګرۍ خوني مرستیال محمد صدیق مومند له ایرانیانو وغوښتل، چي افغان سوداګرو ته د اسانیو ترڅنګ واردات زیات کړي.
دیاد نندارتون لیدولو ته په سلهاوو کندهاریان راغلي او غوښتنه يې کوله، چي ورته نور نندارتونه هم جوړ سي، ترڅو دوی له خپلو او ګاونډیو له تولیداتو خبرسي.
په نندارتون کي د کندهار ولايت بعضي توليد کوونکو هم خپل توليدات نندارې ته وړاندي کړي ول.
کندهاریان وايي، نن يې داسي توکي دلته ولیدل، چي هیڅ فکر يې نه کاوه، چي دادي په کندهارکي جوړیږي، خو چي په دې خبر سول، افغانستان او بیا کندهارهم داسي شیان جوړولای سي، نو ډیر خوشحال سول.
د نورو توليداتو تر څنګ د ماشومانو د لوبو سامان هم نندارې ته وړاندي کړل سوی ؤ.
د نندارتون په لومړۍ ورځ لا خورا ګڼه ګوڼه تر سترګو سوه.
په نندارتون کي ايراني توليد کوونکو برقي آلات هم نندارې ته وړاندي کړي ول.
د ایران د سیستان او بلوچستان مرستیال والي جمشید نژاد وویل، هڅه يې داده، چي د افغان د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره اسانۍ زیاتي کړي، ترڅو ددواړو هیوادونو سوداګر خپل تجارت ته ودې ورکولو سره نورهم نژدې سي.
د نژاد په قول، ایران غواړي له افغانستان سره سوداګریزي اړیکي نوري هم غښتلي کړي، چي د چابهاربندر يې ژوندی ثبوت دی.
په پرانیستونکې وینا کي کندهار والي ډاکټرهمایون عزیزي ددغسي نندارتونونو جوړیدل د دواړو هیوادونو دښه ګاونډیتوب او دوستۍ نخښه یاده کړه.
په نندارتون کي د زاهندان پوهنتون هم يو سټال جوړ کړی ؤ.