1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمپبل: د افغانستان په ماموريت کې بدلون نه راولو

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلونکی عمومي قوماندان، جنرال جان کمپبل، وايي چې امريکا متحده ايالات به د طالبانو پر ضد جنګي رول بېرته خپل نه کړي. دی په ورته وخت کې ټينګار کوي چې يو بل سخت کال هم ښايي په مخ کې وي.

https://p.dw.com/p/1Hv9i
انځور: picture-alliance/Planet Pix via ZUMA Wire

امريکايي ځانګړي ځواکونه په جګړه ځپلي هلمند ولايت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ نښتو کې ښکېل ول. په دغه ولايت کې تېره مياشت د «ګرين بېريتس» يا زرغون خولو د ځانګړي واحد يو عسکر ووژل شو.

طالبانو په دغه سيمه کې حکومتي ځواکونه تر فشار لاندې راوستي دي. ۵۰۰ اضافه امريکايي عسکر د ځايي ځواکونو په ملاتړ د دې له پاره هلمند ته واستول شول چې د سنګين او مارجې ولسواليو کليدي مرکزونه وساتي. خو د دوی نقش به يوازې مشوره او ملاتړ وي.

کمپبل په کابل کې په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې «ماموريت بدل شوی نه دی.» هغه به په مارچ مياشت کې ډګر جنرال جان نيکلسن ته خپله دنده وروسپاري. کمپبل زياته کړه چې ځواکونه به له خپل ځان څخه د دفاع وړتيا وساتي او د اړتيا په صورت کې هوايي ملاتړ هم وروغواړي.

ده وويل: «هغوی به خپله د جګړې په موخه نه وځي، خو کله چې ورباندي بريد کيږي، بايد هغوی دا وړتيا ولري چې خپل ځواکونه وساتي.» نوموړي زياته کړه: «له دې کبله اپاچي ډوله څرخۍ الوتکې، بمونه، بې پيلوټه الوتکې او داسي نور وسايل ليدل کيږي.»

امريکايي ځواکونو له داعش سره هم جنګيږي

افغان ځواکونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې له ناټو ځواکونو څخه جګړيز ماموريت پر غاړه اخيستی دی، هغوی خورا زيار وکېښ، خو داسي ښايي چې ډېر کلونه به لا نړيوال ملاتړ ته اړ وي. څه نا څه ۹۸۰۰ امريکايي ځواکونه به په افغانستان کې پاته شي.

د اوسنيو پلانونو له مخې به دغه شمېر د ۲۰۱۶م کال په پای کې ۵۵۰۰ ته راټيټ شي. د افغان ځواکونو د روزني تر څنګ، د امريکا متحدو ايالاتو وسله والو ځواکونو د داعش د جنګياليو پر وړاندې، په تېره بيا د هېواد په ختيځ کې، عمليات پيل کړي دي. دا چې د ځواکونو شمېر به ښايي لږ کړل شي، داسې پوښتنې راپورته شوې دي چې د دواړو ماموريتونو د برياليتوب په موخه بايد څه وشي.

د ګواښ په صورت کې هوايي ملاتړ

کمپبل وويل چې ده د ځواکونو په تناسب کې د بدلون له پاره د زيات صلاحيت غوښتنه کړې ده. دغه خبره د طالبانو په وړاندې د امريکايي ځواکونو د تاکتيکونو او لارو چارو په برخه کې هم صدق کوي. يوازي د ځينو محدودو مواردو په استثنا سره اوسني مقررات ده ته دا اجازه ورکوي چې د افراطي اسلامپالو ياغي خوځښتونو پر وړاندې هوايي ملاتړ وغواړي کله چې امريکايي ځواکونه له ګواښ سره مخامخ وي.

په دې ترڅ کې افغان ځواکونه د کمپبل په وينا هڅه کوي چې د مشرتابه او جلب و جذب په برخه کې پياوړي شي. د دې له پاره چې د طالبانو پر وړاندې اغېزمني هلې ځلې وشي، هغوی غواړي چې د عسکرو د تېښتي کچه ټيټه او سرتېري له نا اغېزمنو پوستو څخه لېري کړي. کېمبل زياته کړه چې «د دې له پاره چې ۲۰۱۶م کال د ۲۰۱۵م کال په څېر نه وي، افغانان بايد پر دغو څلورو، پنځو يا شپږو شيانو باندې تمرکز وکړي.»