کلينټن: پاکستاني چارواکي په زړه يو په خوله بل دي
۱۳۹۰ تیر ۳, جمعهکلينټن د خپل هيواد د سنا مجلس ته په خبرو کي وويل، په داسي حال کي چي موږ د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په حال کي یو، پاکستان ته د يو ډير مهم ستراتيژيک ملګري په سترګه ګورو.
کلينټن دغه راز زياته کړه چي د امريکا متحده ايالات د پاکستان په اړه ځيني انديښني هم لري. ځکه چي ډيری وار د پاکستاني چارواکو اعمال او خبري توپير سره لري.
د هغې په خبره، دا کيدای سي چي پاکستان ته د متحده ايالاتو په ميلياردونو ډالره مرستي، د ختميدو د ګواښ سره مخامخ کړي.
« ترڅو پاکستان ځني اقدامات ونه کړي. موږ به د هغوی سره خپلي پوځي مرستي په هغه اندازه، چي پخوا مو ور سره کولي، و نه کړو.»
کلينټن په مشخصه توګه و نه ويل چي پاکستان بايد کوم اقدامات تر سره کړي، خو هغې وويل، چي اوس د پاکستان او امريکا لپاره هغه وخت را رسيدلی چي، خپلي اړيکي په ډاگه کړي.
د دغو دواړو هيوادونو اړيکي وروسته تر هغه خړي پړي سوې، چي امريکايي ځانګړو سرتيرو د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.
کلينټن چي د متحده ايالاتو د سنا د بهرنيو چارو کمېټې ته خبري کولې وويل چي، د پاکستان او متحده ايالاتو په اړيکو کي ځيني داسي برخي سته چي امريکا پري تفاهم نه لري. او يا خو آن د امريکا د ملي منافعو پر خلاف دي.
هغې همداراز ويلي چي د دغو دواړو هيوادونو په اړيکو کي بيا داسي موضوعات هم سته چي د امريکا د ستراتيژيکو اهدافو سره سمون لري.
د 2001 کال را په ديخوا متحده ايالاتو د پاکستان سره 20 ميليارده ډالر مرستي کړي، چي ډير يې په پوځي برخو کي تر سره سوي دي.
کلينټن په داسي حال کي د امريکا د سنا د بهرنيو چارو د کمېټې په وړاندي خبري کولې چي، د تيري چهار شنبي په ورځ بارک اوباما اعلان وکړ چي د افغانستان څخه به په راتلونکو څو مياشتو کي 33000 امريکايي پوځيان وباسي. اوباما ښايي دا کار د افغانستان د جګړې د ختمولو او د امريکا پر بوديجې د ميلياردونو ډالرو د بوج د کمولو په موخه تر سره کړی وي.
کلينټن وويل چي د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په بهير کي د پاکستان همکاري ډيره مهمه او حياتي ده.
د کلينټن د توضيحاتو سره سره، امريکايي سناتوران د پاکستاني حکومت د نيت په هکله انديښنې وښودلې. دغو سناتورانو همداراز دا خبر وکړه چي د پاکستان عام خلک هم د متحده ايالاتو څخه ملاتړ نه کوي او دا چي د پاکستان په پوځ او استخبارتي سازمانونو کي ځيني ډلي د اسلامپالو افراطيانو څخه ملاتړ کوي.
امريکايي سناتور، رابرت مينينديز، د پاکستان د نيت په اړه وويل چي دا څنګه کيدای سي چي د پاکستان حکومت دي په دې خبره نه پوهيده چي اسامه بن لادن د دغه هيواد د پلازمېني په خوا کي اوسي. هغه وويل چي آن دا خبره رښتيا هم وي نو هيڅ امريکايي يي نه سي منلای.
د دغه څرګندوني په جواب کي کلينټن وويل چي واشنگټن داسي هيڅ کوم شواهد په لاس کي نه لري چي د پاکستان لوړپوړي مشران دي د اسامه په ساتنه کي ښکيل ول.
هغې زياته کړه چي کيدای سي د پاکستان په ټيټه کچه چارواکي له دغي خبري څخه خبر ول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل