کلينټن، د کرزي سره د خبرو له پاره کابل ته رسېدلې
۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبهکلينټن به په خپل سفر کي د افغان ولسمشر حامد کرزي، ديني مشرانو او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره وګوري.
کلنتن وروسته ترهغه افغانستان ته رسيږي او د سولي د خبرو د ټېله کيدو خبره کيږي، چي په دې وروستيو کي افغان ولسمشر د طالبانو سره خبرو اترو ته علاقه کمه سوې ده.
د چارواکو په حواله کلنتن به په دغه سفر کي د افغانستان د ګاونډيو سره د ښو اړيکو پرسر هم خبري وکړي او د راتلونکي مياشتي په لومړيو کي به په ترکي کي د يوه سمه ييز کنفرانس پر سرهم بحث وکړي.
ټاکل سوې، چي هيلري کلينټن به د افغانستان څخه پاکستان ته ولاړه سي تر څو پاکستاني چارواکي د هغه هيواد په قبايلي سيمه کي د حقاني شبکې ځپلو ته وهڅوي.
امريکا د افغانستان جګړې د سياسي حل لاري غوښتونکې ده. د يوه امريکايي چارواکي په حواله، کلينټن به په خپل سفر کي افغان چارواکو ته دا پيغام ورسوي، چي امريکا لا تر اوسه هم د سولي د لاري د افغانستان د جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده.
افغان حکومت هم د طالبانو سره د سولي کولو له پاره يوعالي شورا جوړه کړه چي مشر يي تيره مياشت د يو داسي کس لخوا چي ځان يي د طالبانو استازي پيژنده په يوه ځانمرکي بريد کي وواژه.
د سولي د عالي شورا د مشر تر وژل کيدو وروسته کرزي، د سولي پروسه ترسوال لاندي ونيوله او ويې ويل، چي طالبان د عمل واک نه لري او د پاکستان لخوا اداره کيږي.
حامد کرزي وويل، چي نور به د طالبانو سره د سولي خبري و نه کړي او د پاکستان سره به دغه کار تر سره کړي.
متحده ايالاتو هم په دې وروستيو کي پر پاکستان فشار راوړی، چي د حقاني ډلي پرضد پوځي عمليات ترسره کړي.
د يوه امريکايي چارواکي په حواله کلينټن به په خپل سفر کي د کرزي سره پر حقاني ډلي د پاکستان د ډير فشار پر ارزښت خبري وکړي.
د طالبانو سره د سولي پر خبرو اترو سربيره به کلينټن دغه راز افغان چارواکو سره د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک سند د امضا کولو په اړه هم خبري وکړي.
متحده ايالات غواړي چي د بن د دوهم کنفرانس څخه مخکي د افغانستان سره خپل ستراتيژيک تړون لاس ليک کړي.
دغه تړون به د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۱۴کال وروسته، کله چي ټول بهرني جنګي سرتيري له افغانستان څخه ووزي تنظيم کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل