1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: پاکستان دې پر اورپکو فشار راولي

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

هیلرې کلنټن د جمعې په ورځ پاکستان څخه غوښتي چې د افغان اورپکو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او طالبان دې د لسو کالو جګړې وروسته د پخلاینې خبرو ته تشویق کړي.

https://p.dw.com/p/12wLF
د پاکستان او متحده ایالاتو د اړیکو د ښه کولو په موخه هڅې رواني دي
د پاکستان او متحده ایالاتو د اړیکو د ښه کولو په موخه هڅې رواني ديانځور: fotolia/DW-Montage

کلنتن د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې سره تر لیدو وروسته وویل چې متحده ایالات پاکستان څخه د ډیر ژر عمل کولو غوښتنه کړې.

هغې د جمعې په ورځ د پاکستان سره د خبرو نوی دور پیل کړی ترڅو د واشنګټن د اسلام آباد څخه پر هغې غوښتنې چې په پاکستان کې دې د طالبانو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي، تاکیید وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د دواړو خواوو د پوځي، استخباراتي او ملکي چارواکو سره د څلورو ساعتونو تر لیدو کتو وروسته به د جمعې په ورځ د امریکا دغه لوړ پوړې چارواکې به په جلا توګه د پاکستان د ولسمشر، آصف علي زرداري، او د بهرنیو چارو وزیري، حنا رباني کهر، سره هم وګوري.

د دې سربیره به هیلري کلنټن په یو دولتي تالار کې د پاکستان د عامه خلکو سره هم وګوري، چې په هغه کې به د مدني او اجتماعي ټولنو د استازو سربیره د سوداګرو استازي هم ګډون ولري او دغه لیده کاته به د دولتي تلویزون له لاري په ژوندۍ بڼه خپره شي.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې کلنټن به خپل دا دريځ چې پاکستان باید په خپله خاوره د اورپکو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي، کوم چې د اورپکو له لوري په ګاونډی هیواد افغانستان کې د ایتلافي ځواکونه سره په جګړه کې استعمالیږي په کلکو ټکو تکرار کړي.


په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د حکومت د راپرځیدو وروسته د کله څخه چې پاکستان د امریکا سره د تروریزم په جګړه کې د ملګرتیا لاس ورکړی، د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان سره په ملیاردونو ډالره مرسته کړې خو د عامه خلکو په نظر کې د امریکا انځور اوس هم ښه نه دی.

د «پیو» د څیړنیز مرکز یوې نظر پوښتنې چې د جون په میاشت کې تر سره شوې ښیې یوازې اته سلنه پاکستانیان د امریکا د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ په اړه ښه نظر لري.
پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د اسامه بن تر وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي خړې شوې وې خو په کابل کې د امریکا پر سفارت تر برید وروسته امریکا د پاکستان په استخباراتي شبکې تور ولګاوه چې په دغه برید کې یې د حقاني د شبکې سره مرسته کړې چې تر هغې وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې تر وروستي حده ترینګلې شوي.

د پنجشنبې په ورځ کلنټن، د امریکا د استخباراتي شبکې مشر، ډیوډ پیټریاس، او د مایک مولن ځاي ناستي، مارټن ډیمپسي، د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر، جنرال احمد شجاع پاشا، د پاکستان پوځ لوي درستیز، جنرال اشفاق کیاني او د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر سره څلور ساعته لیده کاته کړي وو.

یو امریکایي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دغه خبرې په ښه فضا کې تر سره شوي. تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره افغانستان ته تللې وه او هلته یې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي وو. هغې اسلام آباد ته تر خپل سفر د مخه ویلي وو:

«مونږ د پاکستان څخه د دې خبرې هیله لرو چې د خبرو اترو د کوښښونو سره مرسته وکړي.»

د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د کلنټن څخه غوښتي چې په سیمه کې دې سولې ته یوه موقع ورکړل شي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش