1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: پاکستان باید د افغانستان د ستونز د حل برخه وي

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري د چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۲» وویل چې امریکا پاکستان یواځې نه شي پریښودلای خو دغه هیواد باید د افغانستان د ستونزو د حلولو کوښښ وکړي

https://p.dw.com/p/12rQ8
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرهانځور: dapd

په ورستیو کې د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکو د دواړو هیوادونو د چارواکو څرګندونو لا په سې خړې کړې دي. د دواړو هیوادونو اړیکو خو بیا هغه وخت تر بل هر وخت ډیرې ترنګړې شوي چې واشنګټن په ښکاره توګه د پاکستان پر استخباراتي شبکې ISI تور ولګاوه چې د روان کال د سپتمبر پر ۱۳مه نیټه په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر پوځي مقر په شویو بریدونو کې یې د اورپکو سره مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د استخباراتې شبکي مشر، جنرال احمد شجاع پاشا، د امریکا له لوري دغه لګول شوي تورونه رد کړي.

د امریکا متحده ایالات او پاکستان په عامه محضر کې یو بل ته له هغه وخته مخامخ په ډغره ورغلل د کله څخه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو پخواني مشر، مایک مولن، تیره میاشت د سنا یوې غونډې ته ویلي ول چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي شبکې د لاس اله ده.

په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختګ مرکز ته تر خپلې وینا اورولو وروسته هیلري کلنټن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د پاکستان سره د ګډ کار کولو پرته بله لاره نه لري تر څو په دې وسیله په ګاونډي هیواد افغانستان کې ثبات رامنځ ته کړای شي.

کلنتن په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو ساتل سخت کار دي خو د هغي په وینا امریکا نه شي کولای چې د پاکستان په پریښودو سره د ټولو چارو د ښه والي هیله ولري.

هغي زیاته کړه چې پاکستان باید د افغانستان د ستونزي د حلولو يوه برخه شي که نه نو دغه هیواد به په خپله د افغانستان د ستونزي برخه وي.

که څه هم چارواکي په واشنګټن کې د پاکستان په وړاندي په رسمي توګه خپلي نیوکې او قهر څرګندوي خو ښایې په نږدې وخت کې د پاکستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې کوم بدلون را نه شي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش