1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: طالبان باید سولې ته وهڅول شي

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

پاکستان، افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د ترهګرو شتون منلی او ویلي یې دي چې د هغوی په وړاندې جګړې کې به همکاري وکړي. کلنتن هم ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د نویو اقدامات منتظره وي.

https://p.dw.com/p/12wWH
کلنتن وایې امریکا د پاکستان د اقداماتو په انتظار کې ده
کلنتن وایې امریکا د پاکستان د اقداماتو په انتظار کې دهانځور: dapd

حنا رباني کهر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري، وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۲۱» له خپلې امریکایې سیالې سره ولیدل دا خبره ومنله چې د پاکستان او افغانستان د سرحد په دواړو خواوو کې ترهګر شتون لري. هغې وویل:

«ایا پنځایونه شتون لري؟ هو دغه پټنځایونه د سرحد دواړو خواوو ته شتون لري. ایا مونږ همکاریو ته اړتیا لرو؟ هو مونږ کولای شو چې لا ډیره همکاري وکړو او ښی پایلې تر لاسه کړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ټنګار وکړ چې هیواد یې هغه ګواښ چې د تروریزم په واسطه دغه هیواد او نړۍ ته رامنځ ته شوي ډیر جدي بولي. کهر همدا راز د امریکایې چارواکو هغه تورونه چې ګواکې د پاکستان استخباراتي شبکه د ترهګرو سره اړیکې لري رد کړل.

سولي ته د طالبانو هڅول

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې چې اوس مهال د پاکستان په دوه ورځیني سفر اخته ده د دغه هیواد له چارواکو څخه وغوښتل چې د یاغیانو د پټنځایونو په له منځه وړلو او سولې ته د طالبانو په هڅولو کې قوي ګامونه پورته کړي.

کلنتن وویل چې واشنټن او اسلام آباد د سولې په بهیر کې د ښکیلیدو په اړه سره موافقه کړي او په عینې وخت کې یې د پاکستان څخه وغوښتل چې د حقاني د شبکي په وړاندې جګړې کې همکاري وکړي. هغې زیاته کړه:

«اوس باید مونږ خپله توجه پاکستاني طالبانو، افغان طالبانو، د حقاني ډلي او نورو ترهګرو ډلو ته واړوو. مونږ باید کوښښ وکړو چې هغوی د سولي بهیر ته را داخل کړو خو که دغه هڅې ناکامې شوې مونږ باید د هغوی مخه ونیسو چې عام او بیګناه خلک و نه وژني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د پاکستاني چارواکو سره خبرې یې ژورې وي. هغې روښانه کړه چې متحده ایالات په راتلونکو ورځو او اونیو کې د پاکستان د اقداماتو په انتظار کې ده نه په راتلونکو میاشتو او کلونو کې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د متحده ایالاتو څخه غوښتي وو چې په سیمي کې سولې ته چانس ورکړي. کلنتن د پاکستان د دغې غوښتني په ځواب کې وویل:

«که مونږ غواړوچې سولې ته چانس ورکړو ځیني کارونه دي چې باید یې تر سره کړو. دا هغه څه دي چې مونږ یې په اړه په جزییاتو سره خبرې وکړې.»

کلنتن وویل چې متحده ایالات د ترهګرو د پټنځایونو په وړاندې د پاکستان د اقداماتو په انتظار کې ده:

«مونږ د پاکستان د لورې څخه لا ډیرو همکاریو ته اړتیا لرو. مونږ غواړو پر ترهګرو فشار رالو ترڅو و نه توانیږي چې کوم پاکستانی، افغان یا بل څوک  ووژني.»

پاکستان تر دې وړاندې شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په وړاندې عملیاتو کې هر ډول همکارۍ رد کړې وې دغه هیواد خو آن په قبایلي سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو شتون نه منه.

کلنتن د ترهګرو سره د مبارزې په اړه وویل:

«دا یواځې یوه پوځي جګړه نه ده. باید استخباراتي معلومات سره شریک شي ترڅو سرحد څخه د طالبانو او د حقاني د ډلي د غړو د را اوښتولو څخه مخنیوی وکړو او د هغوی پلانونه شنډ کړو.»

فرانس پرس/ رویترز/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم