1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنډ سره کوي

۱۳۹۴ اسفند ۱۷, دوشنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله به د شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د مارچ پر اتمه (سبا) له سکاټلنډ سره وکړي. په لومړي پړاو کې به افغانستان دوې نوري لوبې له زمبابوې او هانگ کانگ سره وکړي.

https://p.dw.com/p/1I8iR
انځور: Getty Images/William West

د ۲۰۱۶م کال د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ سبا پیلیږي. په لومړي پړاو کې دوه گروپه دي چې افغانستان په بي، گروپ کې دی. په دغه گروپ کې پر افغانستان سربیره د سکاټلنډ، زمبابوې او هانگ کانگ لوبډلي شاملي دي. په اې، گروپ کې بیا بنگله دیش، هالنډ، آیرلنډ او د عمان لوبډلې شاملې دي. د دواړو گروپونو د سر لوبډلې به دوهم پړاو ته لار ومومي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او سیالیو ته چمتووالی نیسي. افغانستان د مارچ میاشتي پر څلورمه نېټه په یوه تمریناتي لوبه کې هالنډ لوبډله ماته کړه. په پام کې وه چې تیره ورځ یې بله تمریناتي لوبه له عمان سره کړې وای، خو د باران له کبله لوبه لغوه شوه.

د سه شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې اتمه نېټه) به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هند په ناگپور کې له سکاټلنډ سره وکړي. په همدغه ورځ بله لوبه د هانگ کانگ او زمبابوې لوبډلو تر منځ کیږي.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د مارچ میاشتې پر لسمه نېټه له هانگکانگ سره وکړي او همداشان د مارچ میاشتې پر دولسمه نېټه به خپله دریمه لوبه له زمبابوې سره وکړي. په دغه گروپ کې چې هره لوبډله ډیري لوبې وگټې نو بل پړاو ته به لار ومومي. د دوهم پړاو گروپونو کې دغه لوبډلي شاملې دي.

A گروپ

په اې گروپ کې د سریلانکا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او انگلستان لوبډلې شاملي دي. که افغانستان د لومړي پړاو په گروپي سیالیو کې بریالی شي نو په بل پړاو کې به له دغو هیوادونو سره خپل بخت وازمایي.

B گروپ

په بي گروپ کې بیا هند، پاکستان، آسترالیا او نیوزیلنډ لوبډلي شاملي دي. د بنگله دیش، هالنډ، آیرلنډ او عمان په لوبډلو کې چې هره لوبډله لومړی ځای ونیسي نو هغه به د بي گروپ له لوبډلو سره په بل پړاو کې سیالي کوي. بنگله دیش د اسیا جام سیالیو کې ډیر ښه وځلید او له هند سره پای لوبي ته ووت. خو پای لوبه د هند په گټه تمامه شوه او د اسیا جام اتلولي یې وگټله.

د افغانستان لوبډله د اسیا جام سیالیو ته غوراوي پړاو کې ډیره ښه و نه ځلیده او په خپلو درو لوبو کې یې دوې وگټلې او ویې نه شو کړای چې اسیا جام ته لار ومومي. خو افغانستان په دغو سیالیو کې د هانگکانگ لوبډلي ته په لوی توپیر ماتې ورکړې وه.

همداشان افغانستان په تیرو میاشتو کې د زمبابوي لوبډله هم په دوه یو ورځنیو او همداشان په دوو شل اوریزو لوبو کې ماته کړه. په تیرو کلونو کې د افغانستان او سکاټلند لوبډلو تر منځ هم څو لوبې شوي چې زیاتره یې افغانستان گټلي دي.

خو د راتلونکو ورځو په لوبو کې به جوته شي چې افغانستان د اسیا جام له تیروتنو څخه څه زده کړي دي او نړیوال جام ته د لار موندني له پاره کومه ستراتیژي غوره کوي.