1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان تاریخ ولیکه

سيد رياض۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې افغانستان یوه تاریخي بریا خپله کړه او د دغو سیالیو دوهم پړاو یا «سوپر ۱۰» ته یې لار ومونده. په ننۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/1IC6w
افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړه
افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړهانځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot
د شنبې ورځې لوبه چې د افغانستان او زمبابوې له پاره برخلیک ټاکونکي وه پکښې د افغانستان توپ وهونکي او توپ اچونکي ډیر ښه وځلیدل. افغانستان د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د افغانستان له لوري اوپنرانو شهزاد محمدي او نور علي ځدراڼ له لومړي سره برید ګره لوبه پیل کړه. خو شهزاد محمدي هغه وخت وسوځید چې د افغانستان مجموعي منډې ۴۹ ته رسیدلي وې. شهزاد په ۲۳ توپونو ۴۰ منډې وکړې او یو ښه پیل یې وکړ. د شهزاد تر سوځیدو وروسته کپتان اصغر ستانکزی منډو جوړولو ته راغی خو پرته له دې چې کومه منډه جوړه کړي هغه هم وسوځید. تر هغې وروسته ګلبدین نایب هم خپله ویکټه ژر له لاسه ورکړه .
د ۶۴ په مجموعي منډو نور علي ځدراڼ هم وسوځید او زمبابوې پر افغانستان برلاسې بریښده. خو د محمد نبي عیسي خیل او سمیع الله شینواري تر منځ د ۹۸ منډو ملګرتیا افغانستان داسې یوه لوړ هدف ته ورساوه چې د زمبابوې له پاره یې پوره کیدل خورا سخت بلل کیدل. د افغانستان له لوري محمد نبي ۵۲ او سمیع الله شینوراي ۴۳ منډې وکړ. په پای کې افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځیدو زمبابوې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. د زمبابوې له لوري پنیانګرا په توپ وهنه کې ښه وځلید او د افغانستان درې لوبغاړي یې وسوځول.
له دغه بریالیتوب سره افغانستان سوپور 10 ته لاره وموندله
له دغه بریالیتوب سره افغانستان سوپور 10 ته لاره وموندلهانځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

افغانستان د تیرو سیالیو په پرتله دا ځل په ډګر ساتنه کې هم ښه وو. په ځواب کې زمبابوې هم تیزه لوبه پیل کړه، خو د زمبابوې توپ وهونکي د افغان بالرانو پر وړاندې ټینګ نه شول او لومړنۍ مهمه ویکټه چې د کپتان مساکدزا وه، حمید حسن واخیسته. تر هغې وروسته د زمبابوې لوبغاړي یو پر بل پسې همداسې ژر ژر سوځیدل او د ۹۸ په مجموعي منډو یې خپل اته لوبغاړي له لاسي ورکړي وو. په پای کې د زمبابوې ټوله لوبډله د وروستي اوور پر څلورم توپ د ۱۲۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده او افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري راشد خان د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي او حمید حسن دوه لوبغاړي وسوځول. همداشان دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواري، محمد نبي او اصغر ستانکزي یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

سوپر ۱‍۰، مرحله

د افغانستان د لوبډلې له پاره دغه بریا ځکه برخلیک ټاکونکي وه، چې د کریکټ د شل اووریز نړیوال جام دوهم پړاو یا سوپر ۱۰، مرحلې ته لار ومونده. د افغانستان بریا د دې له کبله تاریخي ده چې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورای بشپړ غړیتوب نه لري، په داسې حال کې چې زمبابوې بیا د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.
د زمبابوی لوبډلې ډيره هڅه وکړه خو د ۱۲۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده
د زمبابوی لوبډلې ډيره هڅه وکړه خو د ۱۲۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدهانځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

اوس افغانستان ته دا چانس برابر شو چې د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره په په دغه جام کې پنجه نرمه کړي. افغانستان اوس اې ګروپ ته ولاړ چې د افغانستان سربیره پکښې د سریلانکا، ویسټ انډیز، انګلستان او جنوبي افریقا شامل دي.

په بي ګروپ کې بیا پاکستان، هند، نیوزیلنډ او د آسترالیا ټیمونه دي او سبا چې د عمان او بنګله دیش تر منځ هره لوبډله بریالۍ شي، نو دغې مرحلې ته به لار ومومي. دا د کریکټ په تاریخ کې لومړی وار دی چې بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ته یو اسوسیټ ممبر ماتې ورکوي. دا په لومړۍ مرحله کې د افغانستان پر له پسې دریمه بریا ده. افغانستان پر زمبابوې سربیره سکاټلنډ او هانګ ته هم ماتې ورکړې ده.

افغانستان به خپله راتلونکي لوبه له سریلانکا سره د مارچ میاشتې پر ۱۷مه نیټه د هند په کلکته ښار کې تر سره کړي.