1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: پاکستان تر ډیرو وخت وروسته ټورنامنټ وګاټه

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

پاکستان سريلانکا ته د کرکیټ په دریمه ټیسټ لوبه کې په اوو ویکټو ماتې ورکولو سره وتوانید چې د درو لوبو ټورنامنټ هم په خپل نوم کړي. د پاکستان په بریا کې شان مسعود او یونس خان اساسي نقش ولوباوه.

https://p.dw.com/p/1FtuR
انځور: L. Wanniarachchi/AFP/Getty Images

د ۳۷۷ منډو هدف تر لاسه کول او هغه په دوهم اننگز کې د پاکستان له پاره ستونزمن بریښده. د نندارچیانو انديښنه هم پر ځای وه ځکه چې تر دې مخکې پاکستان په دوهم اننگز کې د دومره لوی هدف په ترلاسه کولو کې تل پاتې راغلی دی. خو د شان مسعود بامسوولیته توپ وهنې یا بیټنگ او د یونس خان تجربې دغه کار آسانه کړ.

شان مسعود د کوربه لوبډلې د توپ اچوونکو یا بالرانو په ښه شان مقابله وکړه او ۱۲۵ منډې یې جوړې کړې په داسې حال کې چې یونس خان بیا ۱۷۱ منډې وکړې او ناسوځیدلی پاتې شو. شان مسعود او یونس خان ډیره بامسوولیته لوبه وکړه او په مجموعي منډو کې یې ۲۴۲ رنزونه ورزیات کړل. دواړو لوبغاړو خپلې سلیزي هم پوره کړې. د شان مسعود تر سوځیدو وروسته کپتان مصباح الحق میدان ته راووت او سريلانکايي لوبډلې د دغه شراکت د ماتولو پوره هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

په دوهم اننگز کې مصباح الحق هم ۵۹ منډې وکړې. دا لومړی وار دی چې پاکستان د کومې ټیسټ لوبې په دوهم اننگز کې دومره ستر هدف تر لاسه کوي. یونس خان په خپل نوبت کې ۱۸ څلوریزي ووهلې.

د دوهم اننگز په لومړي سر کې د پاکستان پیل د لومړي اننگز په توگه ناهیلي کوونکی وو او اوپنر یا لومړی لوبغاړي احمد شهزاد پرته له کومې منډې جوړولو وسوځید په داسې حال کې چې اظهر علي یوازې تر پنځو منډو جوړولو وروسته له میدانه ووت. د ۱۳ په مجموعي منډو د پاکستان دوه ویکټې لویدلې وې.

پاکستان د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته سریلانکا ته د منډې جوړولو بلنه ورکړې وه. کوربه لوبډلې ۲۷۸ منډې جوړې کړې وې چې په کې د کاروناراتنی سلیزه هم شامله وه. د پاکستان له لوري په لومړي اننگز کې تر ټولو بریالی توپ اچونکی یاسر شاه، وو چې د ۷۸ منډو په ورکولو سره یې د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځولي وو. د سریلانکا د هدف په ځواب کې د پاکستان بېټنگ یا توپ وهنه ښه و نه ځلیده او یوازې دوه لوبغاړي د سریلانکایي بالرانو پر وړاندې ټینگ شول. سرفراز ۷۸ منډې جوړې کړې وې او ناسوځیدلی پاتې وو او اظهر علي د ۵۲ منډو جوړولو وروسته وسوځید. د پاکستان ټوله لوبډله د ۲۱۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده.

په دوهم اننگز کې د میتهیو ۱۲۲ او چندیمال ۶۷ منډو جوړولو له کبله سریلانکا پاکستان ته د ۳۷۷ منډو هدف وټاکه. دا ځل د پاکستان له لوري توپ اچونکی عمران خان، ښه وځلید او د ۵۸ منډو په ورکولو سره یې پنځه ویکټې واخیستي.

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې سریلانکا ته په لسو ویکټو ماتې ورکړې وه خو په دوهمه لوبه کې بیا سریلانکا پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. له ۲۰۰۶ کار وروسته دا لومړی ځل دی چې پاکستان په سریلانکا کې د کوربه ټیم پر ضد د لوبو کوم ټورنانمنټ گټي.

د دغې لوبې په گټلو سره د کرکیټ ټیسټ لوبې د نړیوالې درجه بندۍ له مخې د پاکستان پواینټونه ۱۰۱ شول او دریم ځای یې خپل کړ. په دغه نوملړ کې سویلي افریقا د ۱۳۰ پواینټونو په لرلو سره لومړی ځای او آسترالیا د ۱۱۱ پواینټونو په لرلو سره په دوهم ځای کې قرار لري.

عدنان اسحاق/ سید ریاض