1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: د پاکستان ۱۹ کلنو سیمي فاینل ته لار ومونده

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

د ۲۰۱۸م کال د کریکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې پاکستان سویلي افریقا ته په درو ویکټو ماته ورکړه او سیمي فاینل ته یې لار ومونده. افغانستان به د جنورۍ پر ۲۵ له نیوزیلنډ سره خپل بخت وازمایي.

https://p.dw.com/p/2rQgw
Cricket  Hagley Oval
انځور: picture-alliance/dpa/K.Schwörer

د ۱۹ کلنو د سږني نړیوال جام سیالیو دوهم پړاو هم بشپړیدو ته پر نزدې کیدو دی. د پاکستان د ځوانانو لوبډلې وکولای شول چې د سویلي افریقا لوبډلې ته په درو ویکټو ماتې ورکړي.

د پاکستان لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پریکړه وکړه. خو د سویلي افریقا توپ وهونکي په دې و نه توانیدل چې د پاکستاني توپ اچونکو پر وړاندې ښه وځلیږي. د ۴۳ په مجموعي منډو د سویلي افریقا څلور د سر لوبغاړي سوځیدلي وو.

که څه هم تر هغه وروسته د سویلي افریقا د ویکټو د لویدو لړۍ یو څه تم شوه خو بیا هم هغوی ونه توانیدل چې خپلې سیالې لوبډلې ته یو مناسب هدف وټاکي. د سویلي افریقا له لوري تر ټولو زیاتې منډې منډل مکویتو، وکړي. هغه په ۶۵ توپونو ۶۰ منډې وکړې. په پای کې سویلي افریقا په ۵۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړي. د پاکستان له لوري محمد موسی د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي او شاهین آفریدي دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې پاکستان د نسبتا آسان هدف پوره کولو له پاره لوبه پیل کړه. که څه هم پاکستان لومړنۍ دوې ویکټې ژر له لاسه ورکړي خو علي زریاب په توپ وهنه کې ډیر ښه وځلید، ۷۴ منډې یې وکړي او ناسوځیدلی پاتې شو. له دې کبله هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۴۸ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او په دې سره یې سیمې فاینل ته لار ومونده. تر دې دمخه آسترالیا د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او هغوی هم سیمي فاینل ته لار ومونده.

افغانستان

افغانستان او پاکستان لوبډلې چې دواړه په D ګروپ کې وي دواړه په دې وتوانیدي چې په ګروپي سیالیو کې لومړی او دوهم ځای خپل کړي او کوارټر فاینل سیالیو ته لار ومومي. په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله به د جنورۍ پر ۲۵مه له نیوزیلنډ سره لوبه وکړي او د بریا په صورت کې به سیمي فاینل ته ولاړه شي. د جنورۍ پر ۲۶مه به د بنګله دیش او هند له لوبډلو څخه یوه سیمي فاینل ته لار ومومي.