1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلي سریلانکا ته ماتې ورکړه

۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنو لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې په یوه زړه پورې لوبه کې سریلانکا ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. په دې سره افغانستان دوهم پړاو ته لار ومونده.

https://p.dw.com/p/2qxUY
Cricket Cobham Oval
انځور: Getty Images/M. Bradley

دغه سیالۍ چې په نیوزیلنډ هیواد کې تر سره کیږي، دا پکښې د افغانستان دوهمه پرله پسې بریا ده. تر دې دمخه افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه ده.

د چهارشنبې د ورځې په لوبه کې د افغانستان سیالې لوبډلې سریلانکا د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په خپله د توپ اچونې پریکړه وکړه. د افغانستان تر ۱۹ کلنو کښته لوبډلې کپتان نوین الحق وویل چې دا د دوی له پاره یوه ښه پریکړه ده او دوی هم پیتلې وه چې د ټاس د ګټلو په صورت کې لومړی توپ وهنه وکړي.

که څه هم د افغانستان لومړی لوبغاړی رحمت الله ګوربز، هغه مهال وسوځید چې مجموعي منډې ۲۱ وې خو تر هغې وروسته د افغانستان توپ وهونکو ابراهیم ځدراڼ او اکرام علي خیل ډیره ښه ملګرتیا وکړه او منډې یې تر ۱۳۶ ورسولې. تر هغې وروسته هم افغان لوبغاړي په توپ وهنه کې ښه وځلیدل او خپلې سیالې لوبډلې ته یې په پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.

ابراهیم ځدراڼ د پنځو شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ ۸۶ منډې وکړې او د ننۍ لوبه غوره لوبغاړی هم شو. پر دې سربیره د افغانستان په ننۍ بریا کې د درویش رسولي چټکې ۶۳ او همداشان د اکرام علي خیل ۵۵ منډو هم نقش درلود.

د سریلانکا له لوري په توپ اچونه کې تیسارو رشمیکا، ښه وځلید او د افغانستان څلور لوبغاړیي وسوځل.

د افغانستان له لوري د ټاکل شوي هدف له پاره د سریلانکا لوبډلې پیل یو څه ستونزمن وو. ځکه چې د څلورو په مجموعي منډو یې اوپنر بیټسمین لکشن، رن اوټ شو. سریلانکا خپله دوهم ویکټه د ۱۱ په مجموعي منډو له لاسه ورکړه. کله چې د سریلانکا منډې تر اتیاوو واوښتې نو د باران د ورښت له کبله ودرول شوه. کله چې لوبه بیرته پیل شوه نو د D/L میتود له مخې سریلانکا ته په ۳۸ اورونو کې د ۲۳۴ منډو هدف وټاکل شو. دغه مهال د سریلانکا درې لوبغاړي سوځیدلي وو.

که څه هم سریلانکایي لوبغاړو تر ډیره هڅه وکړه چې دغه لوبه وګټې خو په پای کې د سریلانکا ټوله لوبډله د ټاکل شوي ۳۸ اور په دریم بال د ۲۰۲ منډو تر جوړیدو وروسته وسوځیده او لوبه افغانستان وګټله.

د افغانستان او سریلانکا دواړو له پاره د دغې لوبې ګټل مهم وو. ځکه چې دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې وې او د سیالیو بل پړاو ته د لار موندلې له پاره د دوهمې بریا دغه زمینه برابروله. اوس به پاکستان او سریلانکا په خپله دریمه او وروستۍ لوبه کې بخت وازمایي چې کومه لوبډله بل پړاو ته لار مومي.

د چهارشنې د ورځې په یوه بله زړه پورې سیالۍ کې کوربه هیواد نیوزیلنډ د کینیا لوبډلې ته په ۲۴۳ منډو ماتې ورکړه. نیوزیلنډ خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو هدف ټاکلی وو.

په پام کې ده چې افغانستان د ګروپي سیالیو دریمه او وروستۍ لوبه د جنورۍ په شلمه له آیرلنډ سره وکړي. آیرلنډ تر دې د مخه پاکستان او سریلانکا ته خپلې دواړې لوبې بایللي دي.

زموږ له آرشیف څخه: