کرکیټ: تر۱۹ کلنۍ کښته لوبغاړو نړیوال جام
د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له ۱۳مې نیټې څخه په نیوزیلنډ کې تر۱۹ کلنو پوري لوبغاړو د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ پیلیږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان په شمول ۱۶ ټیمونه برخه لري. د ځینو لوبغالو انځورونه دلته لیدلی شئ.
کوبهام اوول
په A ګروپ کې کینیا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، او ویسټ انډیز شامل دي. په B ګروپ کې بیا آسترالیا، هند، پاپو نیو ګیني او زمبابوې برخه لري. په C ګروپ کې بیا بنګله دیش، کاناډا، انګلستان او د نامبیا لوبډلې شاملي دي او په D ګروپ کې بیا افغانستان، آیرلنډ، پاکستان او د سریلانکا لوبډلې دي. افغانستان د لومړي پړاو سیالۍ په دغه لوبغالې کې تر سره کوي.
بې اوول
په پام کې ده چې د ګروپي لوبو په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ مياشتي پر ۱۳مه نیټه له پاکستان سره وکړي. په همدغه ورځ زمبابوې له پاپو نیوګیني، بنګله دیش له نامیبیا او کوربه هیواد نیوزیلنډ له ویسټ انډیز سره لوبیږي.
برت سوتکلف اوول
افغانستان به خپله دوهم لوبه د جنورۍ پر اوولسمه نیټه له سریلانکا سره وکړي. د افغانستان تر۱۹ کلنو پوري لوبډلې څه موده وړاندي په اول وار د آسیا جام اتلولي خپله کړه. د کرکیټ د نړیوالي شورا په وینا سږکال به د دغه نړیوال جام ۲۰ لوبې څه د پاسه ۲۰۰ هیوادونو کې په تلویزوني او دیجتالي بڼه تر ۱،۳ میلیارده زیات مینه وال ننداره کړي.
هاګلی اوول
د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د آی سي سي له قوله لیکلي دي چې د ټولو ۴۸ لوبو څخه به یوازې ۲۰ په تلویزون کي په ژوندۍ بڼه وښوول شي خو افغانستان په هغه ډله کې نه دی شامل چې د لومړي پړاو سیالۍ یې په ژوندۍ بڼه خپریږي. په دغه لوبغالې به کوربه هیواد نیوزیلنډ د جنورۍ پر ۱۷ له کینا سره لوبه وکړي او تر هغه وروسته به د سوپر لیګ پړاو سیالۍ پکښې تر سره شي.
نور لوبغالې
رنګیورا، لنکلن او جون ډیوس اوول نور هغه لوبغالي دي چې د دغه نړیوال جام سیالۍ به پکښې تر سره شي. د دغو سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ مياشتي پر دریمه نیټه په بې اوول کې وشي. د آی سي سي په وینا د سږني جام په تبصره کوونکو کې د هند د کرکیټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کپتان سارو ګنګولي سربیره تام مودي، ایان بیشوپ او د نیوزیلنډ ګرانت ایلیوت شامل دي.
د افغانستان تمریناتي لوبې
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د جنوري مياشتي پر ۸مه د خپلو تمریناتو لوبو پیل بنګله دیش ته په ماته ورکولو سره وکړ. افغانستان په دغه لوبه کې خپله سیاله لوبډله په ۵۶ منډو ماته کړه. په پام کې وه چې افغانستان خپله دوهمه تمریناتي لوبه د جنوري مياشتي پر لسمه له نامیبیا سره تر سره کړې وای، خو د باران د اورښت له کبله دغه لوبه و نه شوه. افغانستان به د ګروپي سیالیو دریمه لوبه د جنورۍ په ۲۰ سریلانکا سره وکړي.