1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ نړیواله شورا پر شهزاد محمدي بندیز لگوي

۱۳۹۶ فروردین ۲۵, جمعه

د کريکټ نړیوالي شورا یا «آی. سي. سي» ویلي دي چې د افغانستان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی شهزاد محمدي د کريکټ د نړیوالې شورا د دوپنګ ضد قوانین مات کړي دي. په دې کار سره ښايي پر شهزاد د لوبو بندیز ولگول شي.

https://p.dw.com/p/2bENG
Cricket Afghanistan vs Indien 05.03.2014
انځور: Reuters

د کريکټ نړیوالي شورا په رسمي ویباڼه کې همدا راز راغلي چې د روان کال د جون میاشتي پر ۱۷ نیټه په دبۍ کې د شهزاد محمدي د وینې معاینه ترسره شوې او د نوموړي په وینه کې ځینې داسي مواد لیدل شوي چې د کريکټ د نړیوالي شورا له قوانینو سره په ټکر کې دي.

د نړۍ د سپورت د ډګر ځیني لوبغاړي د انرژي او قوت له پاره داسي درمل کاروي چې د لوبو د قوانینو خلاف وي او دې کار ته دوپنګ هم ویل کیږي.

د کريکټ نړیوالې شورا د دوپنګ ضد قانون پر اساس، پر شهزاد محمدي باندي د رواني اپریل میاشتې له ۲۶ نیټې څخه وروسته د لنډي مودې له پاره د لوبو بندیز لگول شوی دی.

د کريکټ نړیوالي شورا په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې که چیري شهزاد محمدي تر ذکر شوي نېټې دمخه له ځانه دفاع و نه کړي، نو یوازې په دې صورت کې د لوبو دغه بندیز د عملي کیدو وړ دی.

تر دې خبر وروسته، تر پنځو ورځو پوري شهزاد حق لري چې د خپلې ویني د ارزوني غوښتنه وکړي او د ۱۲ ورځو په جریان کې هغه کولای شي چې د دې پریکړي پرخلاف د محکمې غوښتنه وکړي.

په هغه صورت کې چې شهزاد تر ۱۲ ورځو پوري د دې تور د پلټنې له پاره اقدام و نه کړي، نو پر نوموړي د لوبو لنډمهاله بندیز به د اپریل میاشتې پر ۲۶ نیټه پیل شي.

شهزاد محمدې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي یو تیز توپ وهونکی او په افغانستان او نړۍ کي نامتو لوبغاړی دی. نوموړی د شل اوریزو نړیوالو درجه بندیو په کتار کې په نړۍ کې څلورم بریالی لوبغاړی دی.