1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريکټ: د اسيا کپ په سيالي کي افغان لوبډله هم شامله سوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

د آسيا کريکټ شورا مشرانو د شنبې په ورځ ويلي دي: د کريکټ د آسايي کپ سيالۍ به په بنګله دېش کي له تاوتريخوالي سره سره تر سره سي او افغانستان به هم په دغه يوه ورځنۍ لوبو کي د پنځم هيواد په توګه ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1AlE9
انځور: DW

يو شمېر څارونکو تمه لرله چي د کريکټ مشران به په بنګله دېش کي د تاوتريخوالي په خاطر په دغه هيواد کي د سياليو له ترسره کولو څخه تير سي. په پام کي ده چي په بنګله دېش کي د يکشنبې په ورځ پارلماني ټاکني ترسره سي.

د آسيا کريکټ شورا (ACC) اجرايي مدير اشرف الحق، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغي شورا اجرايي هيت په کولمبو کي پريکړې وکړه چي «په بنګله دېش کي د اپريل مياشتي پر ۲۵ نېټه ټاکل سوي سيالۍ به له پلان سره سم ترسره سي.»

د هغه په خبره د بنګله دېش د کريکټ بورډ په دغه غونډه کي يو داسي امنيتي پلان وړاندي کړ چي له مخي يې کېدای سي په دغه هيواد کي د کريکټ سيالۍ ترسره سي.

د آسيا کريکټ شورا يوه غړي ويلي دي چي په دغو سياليو کي به د مارچ مياشتي پر ۸ نېټه د پای لوبي په ګډون۱۱ بازۍ ترسره سي.

په بنګله دېش کي په انتخاباتو پوري مربوطو ګډوډيو کي د تېرکال له اکتوبر مياشتي راهيسي نزدې ۱۴۰ کسان وژل سوي دي. د دغه هيواد مخالف ګوند ټاکني تحريم کړې او په ټول هيواد کي يې د کلابنديو مشري پر غاړه اخيستې ده او د کډوډيو هوډ يې کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کريکټ بورډ څخه داسي خبرونه خپاره سول چي ګويا د دغه هيواد د حکومت په لارښوونه دوی په بنګله دېش کي د آسيايي کپ په لوبو کي د ګډون کولو په برخه کي له امنيتي اړخه اندېښنه لري. خو اشرف الحق، وويل چي پاکستان د آسيا کريکټ شورا په غونډه کي د امنيتي اندېښنو په اړه څه نه وويل.

خو د پاکستان د کريکټ بورډ يوې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د آسيا کريکټ کپ په اړه به نور معلومات د رواني مياشتي پر ۹ نېټه د کريکټ د نړيوالي شورا په غونډه کي روښانه سي.

اشرف الحق ويلي دي چي افغانستان د آسیا کريکټ کپ په دغو ۵۰ اوريزو سياليو کي چي پاکستان، بنګله دېش، هندوستان او سريلانکا يې غړيتوب لري هم ور اضافه سوی دی.

افغان کريکټ لوبډلي په ډېر لږ وخت کي ډېري برياوي لرلي دي او په دې نژدې وختونو کي يې نړيوالو۵۰ اوريزو لوبو ته لاره وموندله او درې واري پرله پسې يې نړيوالو شل اوريزو لوبو ته هم لاره موندلې ده.

د آسيا کريکټ شورا اجرايي مدير اشرف الحق وويل: «دا د افغان کريکټ لوبډلي د پرمختګ يو ستر ګام دی. د آسيا کپ په سيالو کي ګډون به هغوی راتلونکو ازموينو ته تشويق او چمتو کړي.»