کروکر: سيمه ييز پوليس په بشري سرغړونو نه دي تورن
۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبهامريکايي سفيرچي نن يکشنبه د (ليندۍ٢٦مه ) په کندهار کي له خبريالانو سره خبري کولې وويل دسيمه ييزو پوليسو بهير يو ګټور او بريالى پروګرام دئ، ځکه دوئ د سيمي او کليو له خلګو څخه راغلي دي او په خپله سيمه کي د امنيت په راوستلوکي يې ښه پايله درلودلې ده.
نوموړى وايي، دوئ د بشري حقونو رپورټ څاري او کيداى سي سيمه ييز پوليس په راتلونکي کي تر دغه هم غښتلي او قانوني بڼه خپله کړي.
«د امنيت په راوستلو کي د محلي پوليسو پروګرام ډير ګټوردئ، موږ ددې راپور پر بنسټ بيا هم څېړني کوو،لاکن په مجموعي کي د دوئ کارونه مفيد دي.»
کروکرله ٢٠١٤کاله وروسته د افغانستان سره پر خپلوهر اړخيزو مرستو بيا هم ټينګار وکړاو د خپل دولت مخکنۍ خبره يې بيا تکرارکړه، چي د روسانو د وتلو څخه وروسته د اتيايمو کلنو په ډول به افغانستان هيڅکله يوازي نه پرېږدي.
د کروکرپه خبره که څه هم امنيتي چاري به د افغانانو په غاړه وي خو د امنيت ترڅنګ به په اقتصادي او پرمختيايي چارو کي هم ددوئ مرستي رواني وي.
سفير په کندهار کي د کونسلګرۍ د جوړيدو په اړه هم يادونه وکړه او زياته يې کړه چي په دې لار کي د دوئ هڅي رواني دي، چي دلته کونسلګري پرانيزي او له دې لاري لا ښو همکاريو ته چټکتيا ورکړي.
نوموړي همداراز زياته کړه، دوئ کوښښ کوي چي د پاکستان سره هم اړيکي ښې کړي او په وينا يې چي پاکستانيان هم بايد دا درک کړي چي په ګډه کېداى سي د يوې ستونزي له پاره اساسي حل لاره ولټول سي.
کروکروايي، د وسله والو بريدونه نه يوازي په افغانستان کي ګډو ځواکونو ته، بلکي خپله پاکستان ته هم ګواښ دى او هلته هم بريدونه ترسره کوي.
راين کروکر د خپل ماموريت په دوران کي دا دوهم ځل دئ چي کندهار ته سفر کوي. نوموړي نن په خپل سفرکي د ولايتي شورا، سکتوري رئيسانو، ولسوالانو او ښاروالۍ له استازو سره هم وکتل او دوئ ټولو ته يې ډاډ ورکړچي د ستراتيژيک تړون له مخي به په راتلونکي کي افغانستان يوه روښانه اينده ولري.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل