1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:د مخکښو طالبانو نومونه دي د تور ليست څخه و ايستل سي

۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبه

د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی غواړي چي د مخکښو طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو لخوا په اصطلاح د تور ليست څخه و ايستل سي...

https://p.dw.com/p/O0to
ولسمشر کرزی په کندهار کي د قامي مشرانو سره د خبرو پر مهال
ولسمشر کرزی په کندهار کي د قامي مشرانو سره د خبرو پر مهالانځور: AP

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چي دغه خبره هغه وخت را پورته سوه چي ولسمشر کرزي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د استازو سره يې په کابل کي ليدنه کتنه درلوده.

د دفتر د وينا د مخه دابه هغه طالبان وي چي د القاعدي سره سروکار ونلري.

درې اونۍ د مخه په کابل کي د سولي په ملي مشورتي جرگه کي په وروستۍ اعلاميه کي د ملگرو ملتونو د تورليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ايستلو غوښتنه سوې ول.

د سولي د ملي مشورتي جرگې د غوښتني د مخه بايد د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د اسلامي حزب د مشر گلبدين حکمتيار نومونه د تور ليست څخه وايستل سی.

نړيوالي ټولني او خپله ملگرو ملتونو هر وخت ددغه ډول غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي او يوازي يې د هغو طالبانو سره د خبرو وړانديزونه کړي چي غواړي د افغانستان اساسي قانون و مني.

دا ليست په 2001 کال کي پر نيويارک او واشنگټن باندي تر بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو لخوا خپور سوی دی.

ددې ليست خپرېدل ددې سبب هم سول چي افغانستان ته دي بهرني عسکر ولېږل سی.

AG/رحيله اميري

کتونکی. زيارمل