1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:امریکا په افغانستان کي د دايمي اډو په لټه کي ده

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

ولسمشر حامد کرزی په یوه خبري غونډه کی وویل چي، د متحده ایالاتو سره داسي اړیکي غواړي چي په هیواد او سیمه کي د امنیت په ټینګښت کي مرسته وکړی. هغه وویل د واشنګتن سره د یوې ستراتيژیکي موافقې پر جز یاتو باندي خبري کوي.

https://p.dw.com/p/Qz0J
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

کرزی نن په کابل د خپل جمهوری ریاست په ماڼي کی خبریالانو د هغه یو خبر پخلی وکړ چی د هغه ستر ملاتړ کونکی، امریکا متحده ایالات غواړی «په افغانستان کی یوه دایمی پوځي اډه ولری.»

ویل کیږي چی امریکايي سناتورانو کابل ته په خپل وروستی سفر کی له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چی دوي ته د یو شمیر تل پاتي پوځي اډو د جوړولو په برخه کې قوي ژمنه ورکړي.

تیره میاشت سناتور لیند سی ګراهام له NBC سره په یوه مرکه کی وویل چی هغه د ولسمشر اوباما له اداری څخه غواړی چی د ناتو له وتلو وروسته، کله چی افغان امنیتی ځواکونو ته په 2014 کال کی مسوولیت سپارل کیږی، په دغه هیواد کی یوه « دایمی اډه په پام کی ونیسی.»

ټاکل سوي چی افغانستان او امریکا ډير ژر ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخې به د امریکی او افغانستان حکومتونه یو بل ته یو شمیر ژمني ورکړي.

ولسمشر کرزی هم دغه خبره مني او له واشنګتن سره د یوه ستراتیژیک تړون درلود د ملک په ګټه بولي . هغه وویل چی له واشنګټن سره په دی باب خبري کوي خو ملت، حکومت ، ملي شورا او لویه جرګه به هم په دی باب خپل نظر ورکوي.

حامد کرزی وویل: «له واشنګټن سره مو ستراتیژیکی اړیکي ډيري مهم دي، له امریکا سره داسي اړیکی غواړو چی په افغانستان کی د امن، اقتصادي ودی، او د تاوتریخوالي د ختمیدو او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ختمیدو لامل وګرځي».

که چیرته دغه تړون لاسلیک سي امریکا به د افغانستان له خلکو سره د اوږد مهالو پوځي او اقتصادي مرستو سربیره د القاعدی او طالبانو لاس ته د دغه ملک له لویدو مخ نیوی وکړي .

په افغانستان کی د امریکا د پوځي اډو احتمالي جوړیدو د ګاونډيانو او په خاصه توګه ایران اندیښني را پارولي . خو کرزی وایي چی که دغه هډي جوړي هم سي کوم ملک ته به زیان نه پیښوي. هغه یادونه وکړه چی چی دی له بهرنیانو د امنیت لیږد ته هرو مرو چمتو والی نیسي او ملک یی بهرنیان نسي ورته ساتلای

افغان ولسمشر وویل: «دا باید مونږ ثابته کړو چی مونږ دا توان لرو او له خلکو سره په ګډه واک په لاس کی اخلو، او حکومت مو د خلکو په خدمت کی دی».

ولسمشر کرزي خپلو بهرنیو شریکانو ته خبرداری ورکړ چی په افغانستان کی دي یوازي خپل ګټي نه بلکي د افغانانو ګټي هم په پام کی ونیسي.

حامد کرزی: «مونږو وویل چی بهرنیان دي په افغانستان کی یوازي خپله بریالي توب نه بلکي د افغانانو بریالي توب ته هم پام وکړي او په دې برخه کي دي د خپلې ناکامۍ څخه دمخ نیوي لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي».

کرزي په دغه خبري غونډه کی یو ځل بیا د ولایتي بیارغاوني ډلو د کار د ختمیدو غوښتنه وکړه خو وویل چی ژر تر ژره نه . نوموړي دا هم وویل هغه ولسوال او والي چی بهرنیان یی وساتي د افغانانو استازي توب نسي کولای

کرزی وویل: « د افغانسان د ولسوالیواو ښارونو دنده دافغانانو دنده ده، دا د بهرنیو پوځونو په لاس نه سي کیدای، دا به یو خیال وي چی مونږ به بهرنیان ساتي».

ولسمشر کرزي په دغه خبري غونډه کی القاعدی ډلي ته خبرداری ورکړ چی له ملک څخه به یي وشړي خو طالبان به هرو مرو روغي جوړي ته حاضریږي ځکه چې پر وینا یی هغوي د دغي خاوري دي.

هغه وویل: «زمونږ هیله له طالبانو او نورو ډلو دا ده چی د افغانستان امن د سولی او خبرو له لاری قانع سي، او هغوي خپلي خاوري ته راولو، القاعده او نوري ترهګریزي ډلي د دی خاوري نه دي، له سیمي به یی شړو، له دغي سیمی به یي باسو».

افغان چی هند او آلمان ته یی د خپلو ورستیو سفرونو به اړه معلومات ورکول د آلمان په بن ښار کې د یوی جوړیدونکي نړیوالي غونډي خبر هم ورکړ. هغه وویل په بن کی د دغه جوړیدونکي کنفرانس مشري به افغانان کوي او موخه به یی په 2011 کال کی د شویو پرمختګونو او تر 2014 کال پوري د پرمختګونو مطالعه وي.

کرزی دغه خبری وروسته له هغی وکړی چی هند او آلمان ته له یو سفر څخه بیرته خپل هیواد ته ستون شو.

کابل/ میرويس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل