1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ما د اجراییه وي ریاست د جوړښت وړاندیز رد کړی وو

مسعود جهش۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

حامد کرزي وویل چې په ۲۰۰۹ کال کې امریکا متحده ایالاتو هغه ته وړاندیز کړی وو چې که د اجراییه وي ریاست رامنځ ته کیدل ومني نو د ټاکنو په لومړي دور کې به ګټونکی اعلان شي. کرزي روښانه کړه چې هغه دغه خبره و نه منله.

https://p.dw.com/p/1K6aZ
US-Außenminister Kerry zu Besuch in Afghanistan
انځور: Reuters

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې د وینا پر مهال پر امریکا متحده ایالاتو باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دغه هیواد د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.

هغه په دغه بیانیه کې یو ځل بیا د ۲۰۰۹ کال جنجالي ټاکنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالاتو اوسنی د بهرنیو چارو وزیر او هغه وخت د امریکا د سنا د بهرنیو چارو د کمیټې مشر جان کیري، ورته د ټاکنو تر لومړي پړاو وروسته وویل چې د اجراییه وي ریاست رامنځ ته کیدل ومني.

کرزي وویل: «جان کیري را ته وویل چې که اجراییه وي ریاست ومنم نو ما به د ۵۱،۷ سلنه رایو ترلاسه کولو په پایله ګټونکی اعلان کړي. که نه نو ټاکنې دویم دور ته ځي.»

کرزي وویل چې هغه دغه وړاندیز په کلکه رد کړه او کیري ته یې روښانه کړه چې دا موضوع د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده. کرزي روښانه کړه: «ما کیري ته وویل چې په دې ترتیب نو ما په ټاکنو کې دوه پایلې ترلاسه کړي، که ستا خبره ومنم نو ګټونکی یم او که نه ټاکنې ځي دویم دور ته.»

د پخواني ولسمشر کرزي په خبره، هغه کیري ته وویل چې ټاکنې دې دویم پړاو ته ولاړې شي خو دی به د اجراییه وي ریاست جوړښت د اساسي قانون خلاف و نه مني.

په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو تر تورونو وروسته ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې خو دا پړاو بیا ځکه ترسره نه شو چې بل نوماند عبدالله عبدالله، په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړه. خو کرزي وویل چې د ټاکنو د نه ترسره کیدو اصلي لامل دا وو چې امریکا متحده ایالاتو یې د په لاره اچولو نیت نه لره.

ښايي دا د امریکا متحده ایالاتو د څارنیز ادارې سیګار د وروستي رپوټ ځواب وي چې په کې ویل شوي دي، ولسمشر کرزي خپلې دارايي ګانې په سمه توګه نه دي ثبت کړي او د هغه له خوا په ۲۰۰۸ کال کې د اداري فساد پر ضد رامنځ ته شوې ادارې، غیر مؤثره وه.