1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: غلا که کوئ، پيسې خو يې دباندي مه وړئ

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ نن په کابل کي ولمانځل سوه. ملگري ملتونه وايي، چي افغانان له فساده کړيږي، ټولنيز پرمختگ ئې زيانمن کړی او بې عدالتي يې وروستي حد ته رسولې. دغه ورځ هرکال د ډسمبر پر ۱۱ لمانځل کيږي.

https://p.dw.com/p/13QgN
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: dapd

رشوت خوريو او له سياسي واک څخه ناوړه ګټي اخيستني حکومتي چاري ټکنۍ کړي او زيان ئې هم ولسي خلکو ته اوښتئ.

ولسمشر کرزي سره له دې چي په وار وار د خپل حکومت په چوکاټ کي د فساد پر شتون اعتراف کوي، خو دا وار يې په زيږو الفاظو پر خپلو نړيوالو متحدينو هم نيوکه وکړه، چي ډير فساد د هغوئ له لوري کيږي.

کرزی وايي، د فساد په برخه کي ئې د بن په دوهمه غونډه کي خپلو نړيوالو متحدينو ته ژمنه ورکړه، خو باوري نه ښکاري چي دغه وينه به سم وځپل شي. ځکه هغه کسان چي وسله او زور لري غلا په افغانستان کي، او خوړل په بهرکي کوي:

«هغه کسان چي په حکومت کي زور لري قانون ته نه سپارل کيږي، ځيني نور بيا بهرني پاسپورټونه لري، هر فساد چي وکړي، بيا لکه د طالبانو په څېر چي دباندي پټنځايونه لري هغوئ هم لندن، فرانسي او نورو ځاينو ته تښتي.»

کرزي وويل کورني او بهرنۍ سرټمبه ګان او واسطه کوونکي د فساد عامل ګرځي. هغه وويل، کله چي دوئ مفسدين ونيسي بيا ئې ولسونه د خلاصون واسطې کوي.

افغان ولسمشر خپلو سياسي مشرانو او حکومتي لوړ پوړو مقاماتو ته خبرداری ورکړ، چي که غلاوي کوي، کوي دې خو دباندي ته دې نه وړي.

«مفسدينو ته وايم له هري لاري، چي پيسې پيدا کوﺉ پيدا يې کړﺉ، که لوړ پوړي ودانۍ جوړوﺉ جوړي يې کړﺉ، خو دغه غلا شوي پيسې له ملکه دباندي مه وړﺉ، په بهر کي چي هر څه کوﺉ پيسي ئې افغانستان ته راوړﺉ خو پام کوئ له دې ځايه يې مه وړﺉ».

د انټګريتي واچ نړيوالي ادارې په يوه راپور کي راغلي چي دمګړی په افغانستان کي له فساد سره د مبارزې له پاره دولس ادارې جوړي شوي، خو يو له بل سره نه همغږۍ او ګډو تشکيلاتو له کاره را ګرځولي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې اداري رييس غزيزالله لودين وايي، چي دوئ ګڼ دولتي کارکوونکي د فساد په تور نيولي، د شاوخواه ۲۵۰۰حکومتي لوړ پوړو چارواکو شتمنۍ ئې ثبت کړي په سلګونو شکايتونه ئې تعقيب کړي خو په دغه برخه کي د حکومت لا کلک سياسي ملاتړ ته اړتيا لري:

«د حکومتي مامورينو ټيټ امتيازات او معاشونه کيدای شي، چي د فساد لامل سي. خو موږ هڅه کوو د معاشونو اوسنی نا انډوله جوړښت مات کړو».

لودين وويل، چي اوس ئې زيات واکونه ترلاسه کړي، سلګونه پوليس افسران ئې د فساد په تور نيولي، له دندو يې ګوښه کړي، دا رنګه سلګونه قاضيان ئې د اداري فساد په جرمونو نيولي او يو شمير ريسان يې هم نيولي چي د نورو له پاره د عبرت درس کيدای شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل