کرزی: د پردو په وسلو خپل خلک مه وژنی
۱۳۹۰ شهریور ۸, سهشنبهولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په جومات کې له نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره یو ځای د کوچني اختر له لمانځه خخه روسته ژورنالیستانو سره لنډې خبرې وکړې او یو ځل بیا یې له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې نور دې جنګ جګړې بس کړي .
کرزي وسله والو مخالفینو ته د « وطندارانو» خطاب وکړ او وي ویل چې : پردی وسله مو د خپلو خلکو پر وړاندې پورته کړې ده.»
کرزی وویل:«یو ځل بیا له خپلو وطندارانو غواړم چې وسلې پر ځمکه کیږدی ، د وطن د ویجاړولو او د دې خاورې د بچیانو د وژنې پر ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شی او د دې خاورې له پاره کار وکړی .»
دغه رازکرزي د اختر په ویاړ هغه پنځه ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل چې امنیتي چارواکو د ځانمرګو بریدونو په تور نیولي وو .
ده هیله مندې وښوده چې نور باید افغان ماشومان په دغه رنګه بریدونو کې قرباني نه شي .
ددغو ماشومانو څخه د یوه ماشوم پلار وویل : «زوی یې ترهګرو تېرایستی ؤ. هغوی غوښتل یې چې دی د خپلو شومو اهدافو ښکار کړي .»
دا لومړی ځل نه دی چی کرزی په وسلوالو مخالفینو باندی د سولی لپاره غږ کوی. هغوی تر اوسه پوری په خپل پخوانی دریځ ټینګار لری چی ګواګی « د نړیوالو ځواکونو په حضور کی د سولی خبری ممکن نه دی.»
د طالبانو مشر، ملا محمد عمرله خولی هم یو لیکل شوی پیغام چی په څو ژبو ترجمه شوی دی د اختر په مناسبت خپور شوی. په دغه پیغام کی که څه هم د طالبانو پر پخواني دریځ ټینګار شوی، خو د لومړی ځل لپاره د افغان حکومت، نړیوالو ځواکونو او د طالبانو تر منځ د اړیکو خبره ياده شوی ده. .
په پیغام کې په لومړي ځل ملاعمر منلې ده چې افغان حکوت او نړېوالې ټولنې سره یې خبرې کړي خو دده پر وینا چې دا خبرې د سولې له پاره بشپړ مذاکرات نه شي بلل کېدای .
په افغانستان کی نړیوال ځواک، آیساف د طالبانو د مشر دغه ډول یادونی یواځي «تش تبلیغات ګڼلی» چی د سولی له پروسی سره کومه مرتسه نه شی کولای.
د ایساف ویاند، کارستن یاکوبسون وویل: «پر دې ټول افغانان پوهیږي چې ملاعمر او طالبان دروغ وايي ، ځکه هغه څوک چې د دوی تر لاس لاندې کار کوي هره ورځ ملکي افغانان وژني . ۸۰ په سلو کې ملکي افغانان د طالبانو د لاسه وژل کیږي .»
تردې دمه وسله وال طالبان په افغانستان کې بهرني ځواکونه د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ بولي او ټینګار کوي ، ترڅو چې دغه ځواکونه په افغانستان کې وي دوی خبرو ته نه کیني .
له بل لورې افغان دولت د اساسي قانون منل ، وسله پر ځمکه ایښودل او له نړېوالو ترهګریزې شبکو سره د اړیکو شلول وسله والو مخالفینو ته د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کړي دي .
تراوسه داسې نښه نه لیدل کیږي چې ګواکي ښکیلې غاړې دې له خپلو وړاندې ایښې شرطونو څخه تیرې شوي وي .
کابل/ اسماعیل شاکر
کتونکی: عبدالباری حکيم