1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د طالبانو يرغلونه د امريکا په گټه دي

مسعود جهش (Reuters)۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکایي چارواکو او طالبانو یو ځل بیا په قطر کې خبرې اترې پیل کړي دي.هغه دغه راز زياته کړه چي د طالبانو يرغلونه په افغانستان کي د امريکايانو د هدفونو په گټه دي.

https://p.dw.com/p/17uVO
Hamid Karzai Präsident Afghanistan

نزدې یو کال دمخه طالبانو د قطر د خبرو اترو بهیر ځکه درولی وو چې په خبره يې امریکایي چارواکو پر خپلو ژمنو وفا نه کوله.

کرزي د ښځو د ورځي د لمانځني په ویاړ یوې جوړي شوي غونډي ته وویل: «د طالبانو لوړ پوړي غړي هر ورځ په خلیج کې له امریکایانو سره په خبرو اترو بوخت دي.»

د شنبې په ورځ په افغانستان دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې پکښې د اتو تنو ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ملکي وکړي او یو تن پولیس ووژل شو. دغه بریدونه په داسې حال کې تر سره شول چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر هم په کابل کې وو.

کرزي په خپله وینا کې وویل: «طالبان هره ورځ له امریکایانو سره خبري اتري کوي خو هغوی په کابل او خوست کې بمونه وچول چې امریکایانو ته خپل قدرت وښيي.»

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه د امریکایانو د هدفونو په ګټه دي، ځکه هغوی له دې لاري په افغانستان کې د ډیر وخت له پاره پاته کیدای شي.

کرزي وویل: «موږ له دغو خبرو اترو خبر یو. پخپله بهرنیان او یو شمیر وطنپاله طالبان موږ ته د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو اترو په اړه معلومات راکوي.»

د کابل حکومت تل له طالبانو څخه غوښتي دي چې د خبرو اترو میز ته کښېني او له هغوی سره لس کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. خو طالبان تل د افغان حکومت دغه غوښتنه ردوي او وایي چې دغه حکومت د خبرو اترو صلاحیت نه لري او له همدې کبله به ورسره مذاکرې و نه کړي.

په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي. امریکا او متحدین یې هڅه کوي چې تر دې نیټې مخکې له طالبانو سره چې له لسو کلونو راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي، یوې موافقې ته ورسیږي.

که څه هم افغان حکوت له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره د سوله کولو په موخه یوه ځانګړې شورا هم جوړه کړې ده، خو دغه شورا تر اوسه پوري په خپل کار کې لاس ته راوړني نه لرلي. طالبانو خو آن د دغې شورا پر مشر برهان الدین رباني، باندې ځانمرګی برید وکړ او هغه یې وواژه.

یو شمیر غربي چاروکي وايي چې اوس مهال د ډیر شمیر هیوادونو استازي له طالبانو سره په بېلابېلو ځایونو کې په خبرو اترو بوخت دي، خو تر اوسه پوري د سولي دغو هلو ځلو کومه نتيجه نه ده ورکړې.