1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د رباني مرگ به مو هڅي ټکنۍ نه کړي

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د سولي د عالي شورا د پخواني رئيس برهان الدين رباني په مړيني دوه ورځي تيريږي خو هيچا تر اوسه په ډانګ پيلي توګه د هغه په ترور کي د کومي کړۍ نوم نه دی اخيستی. خو د کرزي له درځ څخه داسي بريښي چي کوم گاونډي دي دا کار کړی وي.

https://p.dw.com/p/12eUR
برهان الدين رباني حامد کرزي ته په ۲۰۰۱ کال کي د واک سپارلو پر مهال.
برهان الدين رباني حامد کرزي ته په ۲۰۰۱ کال کي د واک سپارلو پر مهال.انځور: AP

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ  په کابل کي يوې خبري غونډي ته را څرګند سو.

هغه په مشخصه توګه د جميعت اسلامي د ډلي ددغه مشر په وژلو کي د کوم خاص ګروپ نوم وانخيست خو د خبرو ډيره برخه يي د سولي په لاره کي ګاونډي ملک پاکستان ته متوجه وه.

کرزي وويل، کله چي تير ځل افغان پلاوي چي برهان الدين رباني يي هم غړی وو اسلام آباد  ته تللي ول، له پاکستاني مشرانو سره په خبرو کي يي د هغه ملک چارواکو ته په ډانګ پيلي توګه دا ياده کړه، چي اوس کابل يوازي د ځان غم نه کوي، بلکي د پاکستان د بقا په اړه هم ويره لري.

« استاد زموږ همسايه هيواد پاکستاني مشرانو ته وويل، چي موږ دلته راغلي يو يوازي افغانستان ته نه، بلکي پاکستان ته هم سوله غواړو، که تاسو زموږ سره همکاري کوی ډير يې د ځان لپاره وکړﺉ، لږ زموږ لپاره، موږ اوس د پاکستان د امن او ثبات په اړه هم انديښمن يو».

ولسمشر کرزي اعتراف وکړ چي د برهان الدين رباني تر وژل کيدو مخکي، کابل ته د  طالبانو د دغه جعلي پيغام راوړنکي په راتګ خبر وو.

هغه وويل چي د سولي د عالي شورا د دارالانشاه رئيس معصوم ستانکزي ورته په دې اړه خبر ورکړی وو، هغه کس چي په خپله هم بيا په دغه بريد کي ټپي سو.

نوموړي وويل چي بريد کونکي يوه ږغيزه پته هم راوړې وه، چي پکښي د طالبانو د يوه مشر مولوي عنايت الله مخدوم پيغام وو، چي ډيره برخه يي د سولي عالي شورا ته متوجه وه.

په دې خبري غونډه کي کرزي وويل: « ستانکزي صاحب دا پيغام ماته راوړی، چي يو کس راغلی، چي د طالبانو ديوه استازي عنايت الله مخدوم د ږغ سيډي يي راوړي او تاسو ته پکښي مهم پيغام نغښتی دی، ما هم په بيړه وويل رايي وړي چي وايي ورو، په پيغام کي د سولي عالي شورا او برهان الدين رباني څخه په درنو الفاظو يادونه سوې وه».

افغان ولسمشر بريد کونکي اود بريد تر شا نور پټ کسان له سولي او ديني سنت لنګۍ سره په خيانت تورن کړي.

هغه وويل، چي دا ډول بريدونه به افغانان د سولي له هڅو را ونه ګرځوي، ځکه دوی په دغه لار کي متين دي.

د جمعيت ګوند مشر برهان الدين رباني د سي شنبي په ورځ په خپل کور کي ووژل سو.

د پيښه پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې. طالبانو پر دې موضوع باندي د تبصرې کولو څخه ډډه کړې او ويلي يې دي، چي په دې اړه پلټني کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل