1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي قطر ته خپل دوه ورځنۍ سفر پیل کړ

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، د جمهور رئیس دفتر)۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ قطر ته سفر وکړ چې په دې هیواد کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي. طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی وو چې په دوحه کې به سیاسي دفتر پرانیزي خو تر اوسه پورې یې دغه کار نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/1877x

کرزي تر دې مخکې تل له افغانستان څخه بهر د طالبانو له پاره د یوه دفتر له جوړلو سره مخالفت لاره. کرزي اندیښنه لرله چې که طالبان له افغانستان څخه بهر یو دفتر ولري او هلته خبرې اترې وکړي، نو کیدای شي چې د هغه حکومت له دغه بهیر څخه گوښه پاتې شي.

په دې اړه د افغان ولسمشر د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «افغان ولسمشر حامد کرزی نن [شنبه، د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۳۰مه نیټه] د قطر د امیر حمد بن خلیفه الثاني، په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په رأس کې د دوحې په لور حرکت وکړ.»

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزی به په دغه دوه ورځني سفر کې د قطر له امیر او د دې هیواد له یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه به بحثونه وکړي.

په افغانستان کې تر ۲۰۰۱ کال وروسته کله چې د طالبانو رژیم ړنگ شو لا تر اوسه جگړه دوام لري. طالبانو له همدې نیټې وروسته د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت او د هغه د لویدیځو ملگرو پر وړاندې خپله جگړه پیل کړه.

که څه هم په وروستیو کلونو کې افغان حکومت وخت نا وخته پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي، خو طالبان تل دغه غوښتنې ردوي او خبرو اترو ته زړه نه ښه کوي. طالبان د ولسمشر کرزي پر حکومت باندې د بې صلاحیتۍ تور لگوي او وایي چې یوازې له امریکایانو سره به خبرې اترې وکړي.

اوس چې پلان شوې ده چې د ناټو ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټولې امنیتي چارې په خپله افغانانو ته وسپاري، نړیواله ټولنه او پخپله افغان حکومت هڅې کوي، چې له طالبانو سره سوله وکړي او د افغانستان جگړې ته له سوله ییزې لارې د حل لاره پیدا کړي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، قطر ته تر تلو مخکې په کابل کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ به د سولې د بهیر او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه خبرې اترې وکړو.» فیضي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر دې باندې ټینگار وکړ چې افغانستان ته د سولې د راوستلو له پاره باید افغانان د سولې د بهیر په رأس کې وي. قطر ته د سفر پر مهال له ولسمشر کرزي سره د نورو تر څنگ د افغانستان د سولې د شورا مشر صلاح الدین رباني، هم مل دی.