1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د څو تنو بنديانو د اعدام حکم لاسليک کړ

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي، چي ولسمشر حامد کرزي د لسو تنو زندانيانو د اعدام حکم تائيد کړی دئ. د طالبانو رژيم تر ړنگېدو وروسته په افغانستان کي د اعدام حکم ډير لږ صادريږي.

https://p.dw.com/p/16m8x
انځور: MEHR

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۹) دا خبره تائيد کړه، چي جمهور رئيس حامد کرزي د څو تنو زندانيانو د اعدام حکم تائيد کړی دئ. هغه وويل: «بلې دا خبره واقعيت لري، چي جمهور رئيس تر لسو زياتو بنديانو د اعدام حکم تائيد کړی دئ.»

د افغانستان د جمهوري رياست د ويناند په خبره، هغه څوک چي د اعدام حکم ئې تائيد سوی دئ، داسي کسان دي، چي جرمونه ئې ډير درانه دي، لکه جنسي تيری او قتل. د افغانستان د قوانينو له مخې، د محاکمو له خوا د صادر سوي اعدام حکم بايد د جمهور رئيس له خوا تائيد سي.

د افغانستان د جمهوري رياست له دفتره يوې بلي سرچنې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، چي د دغو اعدامونو لړۍ چي ۲۲ تنه به پکښې اعدام سي د سه شنبې په ورځ پيليږي.

که څه هم د افغانستان په قوانينو کي د اعدام سزا تر ټولو سخته سزا په پام کي نيول سوې ده، خو د طالبانو د رژيم تر ړنگېدو وروسته په افغانستان کي د اعدام سزا حکم ډير لږ صادر سوی دئ. طالبانو په خپل وخت کي ډير کسان د زنا او شريعت څخه د سرغړوني په تور اعدام کړل.

په افغانستان کي ډيری په دې باور دي، چي که پر کوچنيانو باندي جنسي تيري کوونکي، له ښځو سره زورزياتي کوونکي او ځانمرگو بريد کوونکو ته دغه شان سزا ورکړل سي په دغه پيښو کي به ډير کموالی راسي.

د جمهوري رياست سرچينې د دغو کسانو د جرمونو په اړه ويلي دي: «دا هغه مجرمين دي چي جنسي تيري، پر کوچنيانو باندي جنسي تيری او قتلونه ئې کړي دي.»

دغه سرچينې ويلي دي، چي د بېلگې په توگه په دې کسانو کي يو داسي څوک هم سته، چي څو کوچنيان او د هغوی مور ئې وژلې او په څا کي اچولي ول. يو بل څوک بيا پر يوه کوچني باندي د جنسي تيري په سبب په اعدام محکوم سوی دئ.

دا په داسي حال کي ده، چي د دوشنبې په ورځ يوې نظامي محکمې په اعدام د يوه محکوم افغان سرتيري د استيناف غوښتنه رد کړه. دغه افغان سرتيری د پنځو تنو فرانسوي سرتيرو د وژلو په جرم په اعدام محکوم سوی دئ.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي دي، چي استيناف محکې، د محمد صبور نومي افغان سرتيري غوښتنه رد کړه او هغه حکم چي مخکي ابتدايه محکمې صادر کړی دئ، تائيد کړ.

فرانس پريس/ دويچه ويله
کتونکی: نجيب الله زيارمل