کرزي د دودیزې جرګي ټول شرطونه ومنل
۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبهولسمشر کرزي د دودیزې جرګي په وروستۍ غونډه کې ګډون کړی وو او د دغې جرګې پریکړه لیک یې واورید. هغه وویل چې د پریکړه لیک له ټولو موادو سره موافقه لري او هغه د افغانستان په خیر بولي. کرزي تر هر څه د مخه د افغانستان د امنیتې ځواکونو څخه مننه وکړه چې د جرګې امنیت یې په ښه توګه ټینګ کړی وو.
ولسمشر کرزي یو ځل بیا د دغه هیواد ګاونډیو ته ډاډ ورکړ چې له دغه هیواد څخه به هغوی ته تاوان و نه رسیږي خو هغه همداراز د خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره همکارۍ وکړي او دغه هیواد د خپلو استخباراتي سیالیو په میدان بدل نه کړي.
کرزي وویل چې د افغانستان امنیتي چارواکو ته یې دنده ورکړې ده چې داسې یوه طرحه جوړه کړي چې په ترڅ کې افغانستان په راتلونکې کې د خپلو امنیتي ځواکونو مصرف خپله پوره کړلای شي. هغه زیاته کړه د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د دغه هیواد اړتیا او مالي توان ته په کتو سره جوړشي.
کرزي په افغانستان کې ملکي خدمتونو ته هم اشاره وکړه او وویل چې د دغه هیواد د ادارو په جوړښت کې هم باید اصلاحات رامنځ ته شي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان په ادارو کې باید داسې یو سیستم رامنځ ته شي چې په ترڅ کې یې دندې د وړتیاو پر اساس خلکو ته وسپارل شي.
کرزي په خپله بیانیه کې د جرګې په ګډونوالو غږ وکړ چې په خپلو سیمو کې خلک زده کړې ته تشویق کړی. هغه وویل چې د افغانستان د اوسني وضیعت یو ډیر لوی لامل په دغه هیواد کې د سواد ټیټه کچه ده.
کرزي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د جرګې ګدونوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون به د افغانستان د خلکو په ګټه او د هغو د سلا مشورو پر اساس لاسلیک شي.
دودیزه لویه جرګې پس له څلورو ورځو نن خپله ورستې غونډه ترسره کړه. دغه جرګه د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون او طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د څرنګوالې د مشخصولو په موخه په لاره اچول شوې وه.
د جرګې ګدونوالو د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې د شرایطو په ټاکلو سره د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون لاسلیکول او طالبانو سره د سولې د پروسې بیا پیولول تایید کړي دي.
د جرګې په وروستۍ ورځ یو ۷۶ ماده لرونکی مشورتې پریکړه لیک هم صادر شو. د دغه پریکړه لیک په مهمو ټکو کې راغلي وو چې امریکا باید د افغانستان دیني او فرهنګی ارزښتونو ته درناوی وکړي، د ټولو زندانونو چاري باید افغانانو ته وسپارل شي، ستراتیژیک سند باید دایمي نه وي، د امریکا متحده ایالات باید د افغان ځواکونو په روزولو او تجهیز کې جدي اقدام وکړي، د ستراتیژیکو همکاریو سند باید د ملي شورا له تصویب وروسته د پلي کیدو وړ وي او دا چې د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون باید په ملګرو ملتونو کې هم ثبت شي.
ښایې افغان حکومت د جرګې څخه هغه څه چې غوښتل تر لاسه کړی وي. اوس به نو د افغانستان او امریکا تر منځ سراتیژیک تړون د افغانستان د پارلمان لخوا تصویب ته وړاندې شي.
مسعود جهش
کتونکی: احمدولي اڅکزی