«کرزي ته بايد په سپک نظر و نه کتل سي»
۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعهڅو ورځي دمخه افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي ول چي په هيواد کي ئې د طالبانو بريدونه د امريکا په گټه دي. د کرزي د دې څرگندونو په غبرگون کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عموي قوماندان امریکايي جنرال دانفورد خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چي ځانونه وساتي، ځکه په خبره ئې د کرزي د څرگندوني له کبله کيدای سي پر ځواکونو باندي ئې بريدونه ډير سي.
د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي دفتر يوه وينا پاڼه خپره کي چي پکښې راغلي دي، ولسمشر کرزی په دې څرگندونو سره غوښتل «له امريکا سره د همکاریو په ښه والي کي مرسته وکړي نه چي هغه تخريب کړي.»
دا چي د ولسمشر کرزي د مشرۍ دوره په راتلونکي کال کي پای ته رسيږي ولي هغه اوس تلاښ کوي چي د يوه خپلواک سياستمدار په شان ځان څرگند کړي؟ د افغانستان د چارو آلماني کارپوه پروفيسر کنراد شيتر، له دويچه ويله سره په يوه ځانگړې خپرونه کي وويل:
«زما په خيال د دې له پاره مخلتف وجوهات سته. يوه دا چي کله چي د کرزي د ولسمشرۍ روانه دوره پای ته ورسيږي، هغه ښايي ليواله وي چي د خپلي خوښي يو کانديد ولسمشر کړي. په دې تړاو داسي خبري هم کيږي چي د ولسمشر کرزي يو ورور ښايي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي. په دې سره نو کرزی پخپله تر۲۰۱۴کال وروسته هم واکمنۍ ته لېوالتيا لري. دوهمه وجه دا ده چي کرزي په تيرو لسو کالو کي دا زده کړي دي چي له امريکايانو څخه څرنگه فاصله ونيسي او وښيي چي دی د هغوی گوډاگی نه دی. فکر کوم دا اوس د کرزي د شخصيت يوه برخه هم گرځېدلې ده چي ورته ديره مهمه خبره هم ده.»
دويچه ويله: آيا تاسو د کرزي او پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د چلن تر منځ، چي د خپلي واکمنۍ په وروستيو وختونو کي يې خپل کړی وو، کوم مشترک ټکي وينئ؟
شيتر: په رشتيا هم دلته څو مشترک ټکي موجود دي. نجيب الله هم د خپلي واکمنۍ په وروستيو کلنو کي د شوريانو پر ضد خپله لهجه ډيره تونده کړه. خو د دواړو ولسمشرانو په واکمنۍ کي فرق سته. په داسي حال کي چي نجيب الله د دوستم او نورو ملېشو له لاري خپل توان او طاقت درلود، کرزی تر زياتي کچي امريکايانو ته احتجياج دی. د نجيب الله په پرتله کرزی له همدې کبله ډېر کم د خپلواکۍ چانس لري. کرزی اوس تر بل هر وخت زيات دې ته اړ دی چي ملېشي د ځان ملاتړي کړي.
دويچه ويله: کومه تونده لهجه چي کرزي د لوېديځوالو پر ضد خپله کړې ده، پر وړاندي به ئې د غربيانو غبرگون څه وي؟
شيتر: کرزي له زيات وخت راهيسي په لوېديځ کي خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی. هغه ته د يوه داسي کس په سترگه کتل کيږي چي ورباندي د ملگري په توگه اعتماد نسي کېدلای. د داسي يوه کس په سترگه ورته کتل کيږي چي نن يو څه وايي او سبا بل څه کوي. هغه نور جدي نه نيول کيږي. خو زما په فکر غرب يوه غلطي کوي چي کرزي ته د ساده په سترگه گوري او داسي فکر کوي چي يو کال به لا يو ډول ورسره تير کړي. خو کرزی په سياسي بهير ښه پوه او ځيرک دی او د راتلونکي له پاره پلانونه لري. زما په فکر دا به د امريکا تېروتنه وي، که کرزي ته په سپک نظر وگوري.