1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کردي ځواکونو له داعشه د رقه ښار د آزادولو اعلان کړی

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

له میاشتو راهیسې کردي ـ عربي اتحاد هڅه کوله چې د سوریې په شمال کې له رقه ښار څخه د داعش پاته جنګیالي وباسي. اوس کردي ځواکونو د دغه ښار د نیولو اعلان کړی دی. رقه د داعش تندلارې ډلې پوخ سنګر ګڼل کیدی.

https://p.dw.com/p/2m0Wi
Syrien Befreiung von Rakka
انځور: Reuters/E. de Castro

د سوریې دیموکرات ځواکونو (اس دي اف) یوه ویاند طلال زیلو، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د «اسلامي دولت» (داعش) ډلې په پخوانۍ غیر رسمي پلازمینه کې د دوی پوځي عملیات پای ته رسیدلي دي. د هغه په خبره اوس په دغه ښار کې چې ډیر سخت ویجاړ شوی دی د داعش د وروستیو مقاومت کوونکو او چاودیدونکو توکو لټه کیږي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په وروستیو ورځو کې یوازي د داعش په لسونو بهرنيو جنګالیو د رقه ښار په مرکز کې مقاومت کاوه. په زرونو ملکي کسان لا تر مخه په دې توانیدلي وو چې له دغه ښاره وتښتي.

د سه شنبې په ورځ د ملي روغتون او همداشان د نعیم میدان تر نیولو وروسته تندلاري یوازې د مرکز په ستیدیوم کې ول. په نعیم میدان کې به په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې اعدامونه تر سره کول.

په رقه کې په سونو ملکیان وژل شوي

د سوریې دیموکرات ځواکونو اتحاد د رقه ښار په جګړه کې د متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ائتلاف هوایي او همداشان د ځانګړو قطعاتو ځمکنی ملاتړ له ځانه سره لاره. خو په دغو هوایي بریدونو کې د سونو ملکیانو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکول کیږي.

په تیرو میاشتو کې د دغه ښار بشري وضعیت له یوه ناورین سره برابر وو. په سونو زره کسان له جګړو څخه د مخه له دغه سیمې وتلي ول. د سوریې دیموکراتیک ځواک (اس دي اف) د کردي ولسي دفاعي واحدونو او همدشان له عرب جنګیالیو څخه جوړ دی.

دغو ځواکونو د تیرکال په نوامبر میاشت کې د رقه ښار د نیولو له پاره پوځي عملیات پیل کړل. کله چې ښار کلابند شو، نو د جون میاشتې په لومړیو کې د داعش پر دغه مرکز باندې هجوم وروړل شو.

په عین وخت کې لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په تیرو څلورو میاشتو کې په رقه کې د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۲۵۰ تنه وژل شوي دي چې تر یو پر دریمې برخه زیات یې ملکیان دي. د دغه سازمان په خبره له جون میاشتې راهیسې د پیل شوې جګړې په ترڅ کې په دغه ښار ۱۱۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د داعش د «خلافت» د پای پیل؟

د رقه ښار له سقوط سره چې داعش په ۲۰۱۴م کال کې نیولی وو دغې تندلارې ډلې په سوریه کې خپل مهم مرکز له لاسه ورکړ. تر دې دمخه دغه ډله د عراق په شمال موصل ښار کې هم له ماتې سره مخامخ شوې ده. د فرات سیند پر غاړه پروت دغه ښار د تندلارو د بریدونو د پلانولو د مرکز په توګه انګیرل کیدی.

داعش په وروستیو څو میاشتو کې په عراق او سوریه کې تر خپل کنترول لاندې مهمې سیمې له لاسه ورکړي دي. په دغو سیمو کې یو وخت دوی خلافت اعلان کړی وو. کابو په ټولو جبهو کې تر ماتې خوړلو وروسته، دغې ډلې ته د پر شاتګ د ځای په توګه د لویو دښتو تر څنګ د سوریې او عراق پر پولې د فرات سیند پر غاړه یوازې د استوګني کوچني سیمي پاتې دي.

زموږ له ارشيف څخه: