کردانو ته د آلمانۍ وسلو د ورکړي پر سر بحث
۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبهد عراق کردان څه ډول مرستو ته اړتيا لري چي له «اسلامي دولت» په نوم وسله والي ډلي څخه ځان وژغورلای سي؟ دا هغه پوښتنه ده چي د آلمان حکومت ورباندي غور کوي.
پر دې غور کيږي چي ايا د آلمان د پوځ په سلاکوټونو کي داسي جنګي تجهيزات موجود دي، چي د عراقي کردانو په کار ورسي. د همدغه پوښتني د جوابولو له پاره د آلمان د پوځ مسئول کسان په سلاکوټونو کي په سروې اخته دي چي د عراقي کردانو له پاره د ممکنه پوځي سامان آلاتو ليستونه جوړ کړي.
دغه کارپوهان د آلمان حکومت له خوا په ياده دنده ګومارل سوي دي. د آلمان حکومت غواړي چي په عراق کي کردانو ته جنګي سامان آلات ورکړي.
تر مخه د داسو تجهيزاتو خبره کېدله چي صرف د دفاع له پاره وي لکه زغره لرونکي موټر، د مرميو ضد واسکټونه او داسي نور. خو اوس د آلمان د بهرنيو چارو وزير وايي چي د اړتيا په صورت کي به ښايي له کردانو سره د سپکو وسلو مرسته هم وسي.
د آلمان د سوسيال ديموکراټ ګوند دغه سياستوال وايي چي «آلمان به د خپلو اروپايي ملګرو هيوادونو تر څنګ د نړيوالو ملګرو په مشوره» په دغه موضوع کي اقدام وکړي.
د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون دير لاين. له کردانو سره د وسلو ممکنه مرستي د «اسلامي دولت» په «چټک او نه منلو وړ ظالمانه» اعمالو توجيه کوي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي که د «اسلامي دولت» جنګياليانو مخه ونه نيول سي، نو پايلي به يې د آلمان د امنيت له پاره ډېري جدي وي.
ويل کيږي چي د آلمان تر څنګ فرانسه، اېټاليا او بريتانيا هم دې ته چمتو دي چي له کردانو سره د وسلو مرسته وکړي. د آلمان د دفاع وزارت وياند ينس فلوسدورف ويلي دي چي تر چهارشنبې (اګست ۲۴مه) پوري له فرانسې، اېټاليا او بريتانيا سره د وسلو د مرستو په تړاو پلانونه همږغي کړي. د نوموړي په وينا دا دې له پاره چي تجهيزات غبرګ نه سي او هر هيواد له اړتيا سره سمي مرستي وکولای سي.
له کردانو سره د پوځي تجهيزاتو د مرستي يو مشکل دا بلل کيږي چي کردان يوازي له روسۍ وسلو لکه کلاشينکوف سره بلدتيا لري. د دې له پاره چي هغوی له آلمانۍ وسلو سره آشنايي پيدا کړي، بايد روزنه ورکوله سي.
فلوسدورف ويلي چي د دغه روزني د ترلاسه کولو له پاره حتمي نه ده چي آلماني عسکر و عراق ته ولېږدول سي. په دې توګه سره نوموړي داسي اشاره ورکړې چي ښايي د آلماني وسلو د استعمال له پاره کردانو ته د روزني ورکولو له پاره تر عراق دباندي امکانات برابر سي.
فلوسدورف زیاته کړې ده چي «د عسکرو له پاره پوځي خولۍ څوک په مستقيمه توګه ورلېږلای سي خو د بې سيم دستګاه په هکله بيا موضوع بل ډول ده.»
په داسي حال کي چي د آلمان حکومت وايي چي له عراقي کردانو سره د پوځي مرستو له پاره د پارلمان تائيد ته اړتيا نسته، د اپوزيسيون زرغون گوند د همدغه تائيد غوښتنه کوي.
د آلمان په مرکزي پارلمان کي د زرغون گوند پارلماني مشري کاترين ګيورينګ اېکارت ويلي دي: «د آلمان حکومت بې له پارلمان له تائيده وژونکي وسلې لېږدولای نه سي.» د آلمان حکومت وايي چي پارلمان ته به د موضوع په تړاو معلومات ورکړي خو تائيد ته يې اړتيا نه ويني.
د وسلو د لېږد پر سر بحثونه په داسي حال کي ادامه لري، چي د ملکي آلمانيانو اکثريت د وسلو د لېږد مخالف کوي. د «شټېرن» په نوم آلمانۍ مجلې د يوې داسي احصايې نتايج چاپ کړي دي چي له مخي يې د پوښتل سوو آلمانيانو ۶۳ سلنه د وسلو له لېږد سره مخالفت لري. د دغه احصائيې له مخي د ښځينه آلمانيانو حتی ۷۵ فيصده برخه د دغه کار پر ضد دي.