کراچۍ کې د یوې اوونۍ سختې گرمۍ ۱۲۳۳ انسانان ووژل
۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبهد طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ایالتي دفتر مشر نظر محمد بوزدار وویل چې د جون د ۲۰ راهیسې د کراچۍ په بیلا بیلو روغتونو کې تقریبا ۶۵ زره گرمۍ وهلي ناروغان تداوي شوي.
نوموړي د اسوشیتد پریس خبري آژانس ته وویل چې دمگړۍ ۱۹۲۳ مریضان چې د گرمۍ له وجې اغیزمن شوي، تر درملنې لاندې دي.
په پاکستان کې د گرمۍ دغه څپه د روژې د میاشتې سره سمه په داسې حال کې پیل شوه چې د روژې ورځې ډيرې اوږدې دي.
د کراچې د هوا پیژاندنې ادارې څخه سلمې کوثر علي ویلي چې اوس د حرارت درجه په داسې حال کې چې تیره ۴۵ سنتې گراد ته رسیدلې وه، اوس ۳۶ او ۳۷ سنتي گراد ته راکښته شوې. دغه سختۍ گرمۍ د ډیرو انسانانو پر روغتیا ناوړه اغیزه کړې وو. په کراچۍ کې نزدې شل ملیونه انسانان ژوند کوي.
څو اوونۍ د مخه د پاکستان په گاونډي هیواد هند کې هم سختې گرمۍ تقریباً ۲۲۰۰ انسانان وژلي ول. د هغه راهیسې داسې اندیښنې رامنځته شوي چې په سویلي آسیا کې ښايي د موسم دغه شدت چاپیریال ته د انسانانو له خوا د رسیدلي زیان نتیجه وي.
د ځاي رسنیو په حواله پرون ( شنبه د جون ۲۷) په کراچۍ کې د گرمۍ له وجې وژل شوي لاوارثه او ناپيژاندل شوي کسان په ډله ییزه توگه خارو ته وسپارل شول. زیاته شوې چې د خښولو دغه مراسم د پاکستان د سترې خیریه موسسې ایدهي فاونډیشن له خوا ترسره شول ځکه د مړو د ساتلو له پاره یخې خونې تر خپل وروستي حده ډکې شوې وې.