کاودر: «تقلب کوونکي مهاجر بايد ژر وايستل شي»
۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبههغه مهاجرین چې د آلمان په بیلابیلو ښارونو او ناحیو کې د دې له پاره چې ټولنیزې یا د «سوسیال» ډیرې مرستې ترلاسه کړي، ځانونه په مختلفو نومونو ثبتوي، باید د دې غیرقانوني کار پایلو ته انتظار وباسي.
د «بیلډ» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د آلمان دوه ګوندونه د مسیحي سوسیال اتحاد او د آلمان مسیحي دموکرات ګوندونه غواړي چې له مخکې څخه په ډیر جدیت سره د تقلب کونکو مهاجرینو پروړاندې اقدام وکړي. د آلمان په فدرالي پارلمان یا «بوندستاګ» کې د دې دواړو ګوندونو د ډلې مشر، فولکر کاودر یادې ورځپاڼې ته ویلي دي: «کله چې یو مهاجر د ټولنیزو مرستو په ترلاسه کولو کې په تقلب محکوم شوی وي، د پناه غوښتنه یې بیا په عادي حالت پرمخ نه ځي. هیڅ تبعه پر ورته کار تفاهم نه لري.»
له ټاکنو مخکې عملي کیدل؟
د هغه قانون په اساس چې تر اوسه هم اعتبار لري، هرکله چې یو پناه غوښتونکی د ټولنیزو مرستو په ترلاسه کولو کې د تقلب کولو له امله په درې کاله د بند سزا او یا هم ډیره موده باندې محکوم شي، د نوموړي د پناه غوښتنه لغوه کیږي. اوس فولکر کاودر غواړي چې دغه موده یو کال ته راټیټه کړي.
د «بیلډ» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د دموکرات مسیحي ګوند دغه سیاستوال د بهرنيانو د اخراج قانون د سختیدو سره دغه نوی تغیرات هم ضمیمه کول غواړي، او دا هم یې هم غوښتي چې دغه نوی قانون دې له ټاکنو مخکې په عمومي توګه د اجرا وړ وګرځي.
په خطرناکو مواردو کې دی یو کس عاجل ایستل
د مهاجرینو د اخراج په هکله دغه تشدید، باید ډیر ژر په برلین کې تر مشورې لاندې ونیول شي. د دموکرات مسیحي له ګوند څخه د آلمان صدر اعظمې انګلا مرکل دقیقاً یوه اونۍ مخکې د دې هیواد د ایالتونو له لومړي وزیرانو سره په دې هکله تفاهم کړی. د دې تفاهم په اساس په داسې حالت کې چې د یو دریم ګړي کس ژوند یا یو شي ته د یو رد شوي پناه غوښتونکي لخوا د ملاحظې وړ خطر رامنځ ته کیږي، د هغه موقت زنداني کیدل اسانه کوي.
د دې سربیره، د نوموړي کس اخراج باید د امکان تر حده پورې مستقیماً د هغه د لومړني استګونځي څخه صورت ومومي.
dw/ ml/qu (dpa, afp)/hm
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.11.2016):