1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانديدان: د ځانگړي محکمې پريکړي د عملي سي

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

په کابل کي د معترضو نوماندانو په ګډون د هغوی شاوخوا ۵۰۰ پلويانو د يو لاريون په ترځ کي د ځانگړي محکمې د پريکړې پر تطبيق ټينگار وکړی.

https://p.dw.com/p/12GKw
د معترضو کاندیدانو لاريون
د معترضو کاندیدانو لاريونانځور: DW

دغه سوله ييز لاريون د کابل ښار له پښتونستان واټ څخه پيل او د محمود خان تر پله پوري يي دوام وکړ. لاريون کونکو د ځانگړي محکمې د پريکړي د تطبيق شعارونه د ځان سره ليږدول او پر دې باندي يې ټينگار کاوه چي بايد عملي سي.

يوي معترضي نوماندي اذيتا رفعت دويچه ويلي ته وويل: « له لاريون څخه يي موخه د نظام ملاتړ، د ځانګړي محکمي د پريکړي او د ولسمشر د حکم د تطبيق غوښتنه ده.»

ولسمشر حامد کرزي څو ورځي وړاندي په يو فرمان کي چي ددغه لانجې د حل له پاره صادر سوی ددغي مسئلې حل يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاره.

د اغلي رفعت په خبره په اسلامي هيواد کي د محکمې د حکم تطبيق يو ضروري امر دی او د ټاکنو کمېسيون بايد پر هغه عمل وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي بلي خوا ته بيا د ولسي جرگې يو شمېر غړو د ځانگړي محکمې د پريکړو په وړاندي اعتصاب کړی او د ولسي جرگې مخ ته يې خيمې وهلي.

نن په ولسي جرګه کي له قانون څخه د ملاتړ په نوم ډلي له مدني ټولني، سياسي ګوندونو، د پوهنتونونو له استادانو او محصلينو څخه وغوښتل، چي د يوه مشورتي بحث له لاري دي روان ټاکنيز کړکيچ ته د حل لاره پيدا کړي.

ولسي جرګې تيره ورځ په خپله عمومي غونډه کي د ۴ مخالفو رايو ترڅنګ د رايو په اکثريت سره يوه مسوده تصويب کړې، چي پکښي دې جرګې پر خپل پخواني دريځ ټينګار کړی دی.

په مسوده کي راغلي چي جمهوري رياست د روان لمريز کال د زمري مياشتي پر ۱۹د ټاکنو کمېسيون ته يو فرمان ليږلي او د ۱۳۸۹ کال د ټاکنو کړکيچ په اړه وروستۍ پريکړه يي دغه کمېسيون ته سپارلې ده، چي د اساسي قانون او د ټاکنو قانون په رڼا کي د حل لاره ورته ومومي.

د ولسي جرګي دوهم مرستيال احمد بهزاد وويل: دا جرګه ددي مسودي په وړاندي کولو سره پر خپل دريځ ټينګار کوي، چي د هيواد اساسي قانون د ۸۶ مادي او د ټاکنو قانون د ۵۶ او ۶۲ مادو له مخي د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ګډون هيڅ بنسټ د اعلام سويو نتايجو د بدلون حق نه لري.

د ټاکنو کمېسيون تيره اونۍ ويلي ؤ، چي د ولسمشر د ورکړل سوي حکم له مخي به په روانه اونۍ کي خپله وروستۍ پريکړه اعلان کړي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل