1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا هم پر سوريې بمبارۍ پلانوي

ap,rtr۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

تر امريکا وروسته د ناټو دوهم غړی هيواد کاناډا هم ظاهراً په سوريه کي پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» بمبارۍ کوي. په کورنۍ جگړه کي ډوب هيواد سوريه کي د دغي ياغي ډلي پرضد بمبارۍ، د نړيوالو قوانينو له مخي د بحث وړ دي.

https://p.dw.com/p/1Ew0P
انځور: REUTERS/Cpl Pierre Habib/Canadian Armed Forces/handout via Reuters

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي کاناډا هم غواړي چي خپلي جنگي جټ الوتکي سورې ته ولېږي. دا خبره دوو باوري سرچينو رويترز خبري آژانس ته کړې ده.

په دې سره به نو کاناډا تر امريکا متحدو ايالاتو وروسته د ناټو دوهم غړی هيواد وي چي په سوريه کي پر هدفونو باندي بمباري کوي.

د سرچينو په حواله د کاناډا لومړی وزير ستيفان هارپر، به د سه شنبې په ورځ دغه ماموريت په رسمي توگه اعلان کړي. پر دې سربيره به هغه د کاناډا شپږ مياشتنی ماموريت تر يوه کاله پوري وغځوی چي د ۲۰۱۶م کال تر مارچ مياشتي پوري به دوام وکړي.

کاناډا به د اسلامي دولت ډلي پرضد د امریکا په مشرتوب ايتلاف ته خپلي شپږ CF-18 ډوله جنگي جټ الوتکي په اختيار کي ورکړي. پر دې سربيره به يوه ټانکر الوتکه، دوې څارونکي الوتکي او يوه باروړنکې الوتکه په دغه ماموريت کي وگوماري.

کاناډا دغه راز د عراق شمال ته نزدې ۷۰ کسيز ځانگړی ځواک هم لېږلی دئ، چي هلته د کردانو د «پيشمرگي» ملېشي په روزنه کي مرسته وکړي. دغه عسکر په مځکنيو جنگړو کي هم له پيشمرگيانو سره مرسته کوي چي دغه ماموريت ډېر خطرناکه هم دئ.

د مارچ مياشتي په لومړيو کي د کاناډا يو عسکر پخپله د پيشمرگيانو له خوا په ناپامۍ کي وويشتل سو او ووژل سو.

لومړی وزير هارپر به د اسلامي دولت پر ضد خپل پلان د تائيد له پاره پارلمان ته وړاندي کړي. ويل کيږي چي هغه به په دې اړه د پارلمان رايي ترلاسه کړي ځکه چي گوند ئې په پارلمان کي اکثريت دئ.

د دغه ماموريت د پراخولو په اړه تاوده سياسي بحثونه روان دي. د نيوکه کوونکو په اند د سوريې د جمهور رئيس بشار الاسد له تائيد پرته د دغه ماموريت پراخول د نړيوالو قوانينو تر پوښو لاندي کول دي.

د کاناډا د سوسيال ديموکراتانو گوند ويلي دي چي د ماموريت د پراختيا پرضد به رايي ورکړي. د ليبيرال گوند دريځ لا روښانه نه دئ. خو د مامريت د پراختيا له پاره هارپر د پارلمان رايو ته اړتيا نه لري.