1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د امریکا پولې ته نزدې د کډوالو کمپ جوړوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۹, پنجشنبه

کاناډا له امریکا سره پر خپله پوله د کډوالو له پاره د یوه موقتي کمپ د جوړولو په موخه په سلګونو سرتیري استولي دي. د مهاجرو په برخه کې د ترمپ د ادارې سخت سیاست له امریکا څخه کاناډا ته د ډیر شمیر کسانو د تلو لامل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2hybW
Kanada Flüchtlinge
انځور: Picture-alliance/AP Photo/C. Krupa

اوس په اوسې ډول له امریکا څخه هره ورځ ۲۵۰ کسان په غیر قانوني توګه کاناډا ته اوړي. دا شمیر یوازې دوه اوونۍ مخکې په ورځ کې ۵۰ تنو ته رسیده. اوس د کاناډا حکومت د «روکسهام رود »او «سویلي کیوبیک» سیمو ته سرتیري استولي دي چې د ۵۰۰ بې ځایه شویو له پاره یو کمپ جوړ کړي.

پوځ ویلي دي چې سرتیري به پولیسو سره مرسته وکړي چې دغه کمپ جوړ کړي خو په امنیتي عملیاتو کې به ښکیل نه وي. سرتیري به همداراز د ګرمیدو او رڼا له پاره الې هم نصب کړي.

د امن هیواد تړون

که څه هم کاناډا د بې ځایه شویو کسانو په برخه کې ښه نیت ښولي دی، خو بیا هم د دې هیواد د کډوالو چارو وزارت پر خپله فیسبوک پاڼه کې یو پیغام خپور کړی دی چې په کې يې هغه آوازې رد کړي چې کاناډا خلک د پناه غوښتنې له پاره بللي دي.

د کاناډا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په ۲۰۰۲ کال کې د لاسلیک شوي «امن هیواد تړون» له مخې باید کډوال په هغه هیواد کې پناه وغواړي چې دوی ورته لومړی رسیدلي وي. خو که مهاجر د کاناډا داسې یوه ځای ته ورسیږي چې هلته د کډوالو د ثبت او تسلیمدو اسانتیا نه وي، نو هغوی بیا کولای شي چې په دې هیواد کې پناه وغواړي. روکسهام رود هم یو له دغه شان سیمي دي.

په هایتي کې په ۲۰۱۰ کال کې تر یوې سختې زلزلې وروسته شاوخوا ۵۰ زره کسانو امریکا کې پناه وغوښته. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې اوس د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

کاناډا هم د هایتي د بې ځایه شویو کسانو له پاره خپل پروګرام پای ته رسولې دی. د حکومت شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د هایتي د ۴۱۰ کسانو له خوا د پناه غوښتنلیکونو تر وړاندې کولو وروسته ۵۰،۵ سلنه یې منل شوي دي.

د روان کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه بیا د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې د کاناډا پولیسو ۴۳۴۵ بې ځایه شوي کسان موندلي دي. د ترمپ ادارې له خوا د هغو کسانو پر وړاندې چې اسناد نه لري سخت شرایط، د دې لامل شوي دي چې په زرونو کسان په غیر قانوني توګه له امریکا څخه کاناډا ته واوړي. ترمپ همداراز غواړي په راتلونکو لسو کلونو کې امریکا متحده ایالاتو ته قانوني مهاجرت هم ۵۰ سلنه کم کړي.