1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: په افغانستان کي د جگړې موخه گونگه ده

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

کابو لس کاله دمخه د اکتوبر د مياشتي په شپږمه نيټه امريکايي ځواکونو د طالبانو د رژيم د نسکوريدو لپاره پر افغانستان پوځي تهاجم پيل کړ. په شمال کي د طالبانو ضد مقاومت د امريکايي ځواکونو ملګرتيا وکړه.

https://p.dw.com/p/12mmy
امريکايي ځواکونه
امريکايي ځواکونهانځور: AP

خو نن چي له دې جگړې څخه لس کاله تيريږي د افغانستان د څيړونکو يوه ډله يي ګونګه بولي.

 

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز روان پوځي کمپاين، چي امريکا يي مشرتوب کوي مبهمه بولي.

 

د دغه مرکز يو شمير غړو په کابل کي د يوي خبري ناستي پر مهال وويل، چي ددغي جګړې موخه ګونګه ده، ځکه چي که د افراطيت پر ضد وای، نو بايد د تمرکز ساحه يې د ترهګرو پټن ځايونه وای.

 

سياسي مبصر زبير شفيقي په دي ناسته کي وويل، چي امريکا په سيمه کي خپلو ستراتيژيکو موخو ته د رسيدو لپاره په افغانستان کي يوه ګونګه جګړه روانه کړې او نه غواړي چي دا جګړه پاى ته ورسيږي.

 

« که چيري دا جګړه د امريکا له خوا په افغانستان کي د ترهګرۍ په موخه پيل سوې وي، نو د طالبانو او القاعدي ډلي مشران له افغانستانه بهر نيول سوي او يا هم وژل سوي دي، نو بيا ولي په نورستان، کونړ، هلمند او کندهار کي په ړندو بمباريو کي عام افغانان وژل کيږي».

 

د شفيقي پر وينا، په افغانستان کي په تيرو لسو کلونو کي د امريکا جګړه ډيره پيچلي سوي او اوس يي د پاى ته رسيدو لپاره ميکانيزم جوړول هم ستونزمن دى.

 

د ده په وينا، په دي جګړه کي نوري بهرنۍ استخباراتي کړۍ هم لاس لري. خو ولسي افغانان د دغي لس کلني جګړي د پايلو په اړه څه نظر لري.

 

يو شمير افغانان وايي، که د ګاونډي پاکستان د مداخلو مخه و نه نيول سي نو دغه جګړه به لس کاله څه چي څو لسيزي به نوره هم دوام وکړي.

 

« پاکستان د افغانستان په چارو کي بربنډه مداخله کوي، هغوی سياسي او نظامي موخي لټوي، غواړي چي دلته يو لاس پوڅي حکومت ولري او خپلي موخي يي پکي خوندي وي.»

 

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور ليوال بيا په دي اند دی، چي د نړيواله ټولني هغه ادعا له شک سره مخامخ ده، چي وايي روان پوځي کمپاين يي په بريالي توب سره پاي ته رسيدونکی دی.

 

د هغه په وينا، په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي هيڅ بنسټيز بدلون نه دى راغلى، پرته له دي چي جګړه اوږده سي او د ايتلافي ځواکونو په بمباريو کي عام افغانان ووژل سي.

 

« د القاعدي او طالبانو يو شمير مشران په پاکستان کي نيول سوي او وژل سوي دي، نو بايد جګړه په هغه ځاى کي وشي، چي د ترهګرو اصلي مرکزونه وي نه د افغانستان په کليو او بانډو کي».

 

ليوال وويل چي يوازي امريکا نه، بلکي پاکستان،ايران، روسيه، سعودي عربستان او ان ترکيه هم د خپلو  ګټو لپاره په افغانستان کي د جګړي د اوږدولو هڅي کوي.

 

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو دفتر پر داسي مهال په افغانستان کي د امريکا د جګړي په دوام نيوکه کوي چي وړمه ورځ کابل او نوي ډهلي د ستراتيژيکي ملګرتيا يو مهم سند لاسليک کړ.

 

حامد کرزي وويل چي دي به يوازي له هند سره نه، بلکي د امريکا، ناټو او اروپايي ټولني سره هم د افغانستان په ګټه ستراتيژيکي هوکړي وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل