1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د ناټو غونډه یوه ننداره وه

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

یو شمیر افغان کارپوهان وایي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ښايي په یوازې سر د افغانستان د امنیت په ټینگولو و نه توانیږي. هغوی وایي چې له افغانستان څخه په وتلو کې بیړه کیدای شي دغه هیواد له ډیرو ننگونو سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/14zcF
انځور: REUTERS

د ناټو غړو هیوادنو په شیکاګو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې به په افغانستان کې د ټولو عملیاتو مشري افغان ځکونو ته انتقال کړي او د ۲۰۱۴ کال په پای کې به خپل ټول جنګي ځواکونه له دې هیواد څخه راوباسي. ناټو همداراز اعلان وکړ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او د هغوی تمویل به پخپله غاړه واخلي.

د ناټو غړو هیوادونو پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي
د ناټو غړو هیوادونو پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسيانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جنرال هلال الدین هلال، په شیکاګو کې د ناټو کنفرانس یوه « ننداره» ګني. هغه وایي چې ناټو له دې نندارې سره غواړي داسې ښکاره کړي چې ګواکې رښتیا هم په افغانستان کې پخپل ماموریت کې بریالۍ شوې ده. 

هلال وایي چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه دواړه په افغانستان کې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي. هغه له دویچه ویله «المان غږ» سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، دا چی ناټو د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته سپاری، دا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو  په وتلو کې د بیړې معنی لري: «دا یوه ننداره ده چې نړیوالې ټولنې د وخت او زمان له غوښتنی سره سمه په لاره اچولې ده.»

دغه کارپوه چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د کورنیو چارو د د وزارت معین وو په دې نظر دئ چې د افغان امینتي ځواکونو د اوسني «پوځي روزنې او تجهیراتو» په پام کې نیولو سره هغوی د دې توان نه لري چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه په یوازيتوب سره د خپل هیواد امنیت خوندي وساتي. هلال وايي دا چې د ناټو غړي هیوادونه د خپلو ټولنو تر فشارونو لاندې دي او له همدې کبله له افغانستان څخه وځي.

دا په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شیکاگو په غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر بریالۍ وگاڼه. هغه د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سند ته په اشاره کولو سره وویل چې افغانستان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ښودل شي او نړیواله ټولنه به له دغه هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خو د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جنرال بریالی وایي چې ناټو د خپلو مجبوریتونو له مخې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه کړې ده نه دې د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره: «دا تصیم په اصل کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو پریکړه ده او دغه پریکړه د لویدیځو هیوادونو د سیاسي او اقتصادې مشورې پر اساس نیول شوې ده نه د افغانستان د واقعیتونو په پام کې نیولو سره. دا پریکړه په داسې وخت کې نیول کیږي چې طالبانو په ستراتيژیک ډول ماتې نه ده خوړلې.»

دغه کارپوه په داسې وخت کې د ناټو له خوا د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې د مالي او اوږد مهالو همکاریو ژمنې ستایي او وایي چې دا د افغانستان د خلکو له پاره یو مثبت پیغام دئ.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د ناټو د غوڼدې په پای کې وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم ناټو د افغانستان ځواکونو روزنې، تمویل او د هغوی تجهیزولو ته دوام ورکړي. خو د افغانستان د پوځ یو بل متقاعد جنرال محسن مختار، وایي چې د افغانستان امینتي ځواکونه اوس مهال ډیرې تشې او ستونزې لري. د هغه په خبره د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کې د بیسوادۍ کچه دیره لوړه ده. دغه راز د مختار په نظر د افغان امینتي ځواکونو د رزونې بهیر‎ دیر لنډ او بیړنی دﺉ چې له محاربوي معیارونو سره نه جوړیږي.

د شیکاگو په غونډه کې د ناټو غړو هیوادونه پریکړه وکړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان امنیتي ځواکونه تمویل کړي.
د شیکاگو په غونډه کې د ناټو غړو هیوادونه پریکړه وکړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان امنیتي ځواکونه تمویل کړي.انځور: dapd

جنرال مختار یادونه وکړه چې بله لویه ستونزه د افغانستان په ملي پوځ کې د «دښمن نفوذ دﺉ».  هغه وویل کوم کسان چې ملي اردو او ملي پولیسو ته جذبیږي له پوره امنیتی تصفیې څخه نه تیریږي او له همدې کبله ښایي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیت په ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جنرال بریالی وایي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمیرې راټیټول د افغانستان له واقعیتونو سره سمون نه خوري او په راتلونکې کې به د لا زیاتو ننگونو لامل شي. دغه کارپوه وایي که څه هم اوس په افغانستان کې ډیر ۱۳۰ زره بهرني او شاوخوا ۳۵۰ زره افغان ځواکونه میشت دي خو بیا هم په دغه هیواد کې تاوتریخوالی موجود دئ. هغه په دې اند دئ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کیدای شي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالې کچه لوړه شي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض