1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د اردوان گوند به لوی اکثريت ترلاسه کړی

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

د يکشنبې په ورځ په ترکيه کي د نوي پارلمان ټاکني تر سره کيږي. اټکل کيږي چي د لومړي وزير رجب طيب اردوان محافظه پال گوند به يوار بيا په پارلماني ټاکنو کي اکثريت تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/11Ywj
د ترکيې لومړی وزير رجب طیب اردوان
د ترکيې لومړی وزير رجب طیب اردوانانځور: AP

د وړاند وينو له مخي د لومړي وزير طيب اردوان د محافظه پال گوند بری حتمي دی. ترکان په بې صبرۍ سره د ټاکنو د پايلو په انتظار دي چي ايا د عدالت او پرمختگ په نوم د اردوگان گوند به پدې وتوانيږي چي د پارلمان د 550 چوکيو څخه تر دريمي برخي زياتي چوکۍ تر لاسه کړي که څنگه؟

که د عدالت او پرمختگ گوند پدې وتوانيږي چي د پارلمان د چوکيو څخه درېيمه برخه تر لاسه کړي نو بيا په اساسي قانون کي د بدلونونو راوستلو واک تر لاسه کولای سي.

خو دغه امکان د اردوان تنقيد کوؤنکي اندېښمن کړي دي. ځکه چي دوی بېره لري چي پدې توگه به د اردوان گوند د ترکيې د سيکولر نظام په هويت کي داسي بدلونونه راولي چي ترکيه به اسلامي هويت تر لاسه کړي.

په پارلماني ټاکنو کي د عدالت او پرمختگ گوند له پاره تر ټولو مثبت ټکی د نوموړي گوند مشر اردوان بلل کيږي. زياتره ترکان خپل لومړی وزير خوښوي او د هغه د سياست څخه خوښ بريښي چي له کبله يې په تيرو اتو کالو کي د ترکيې په اقتصاد کي 8.9 فيصده پرمختگ سوی.

57 کلن اردوان يو مذهبي مسلمان بلل کيږي چي مېرمن يې پوړنی يا حجاب کوي چي همدغه کار د ترکيې سيکولر پلوه کسان اندېښمن کړي دي.

دا چي د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب اردوان گوند به بيا ټاکني وگټي او په دې سره په ترکيه کي د يو گونديز نظام د جوړېدو خطر ليدل کيږي، د ترکيې مشهور ديپلوماټ ولکان بوزکير دا بېره بېبنسټه بولي:

« په ترکيه کي د ډيموکراسۍ د راتلونکي په هکله اندېښنې بې ځايه دي. په تيرو کلنو کي هم اوسنی گوند په يوازي توگه حکومتي چاري پر مخ بېولې. ترکيې د همدغه گوند په واکمنۍ کي د ډيموکراسۍ، آزادۍ او نور مدني آزاديو په لور مهم گامونه واخيستل.»

د ترکيې د ټاکنو د قانون له مخه يوازي هغه گوندونه پارلمان ته لاره موندلای سي چي تر لسو فيصدو پوري رايې يې تر لاسه کړي وي. د اردوگان د گوند تر څنگ دوه نور گوندونه سته چي ښايي دغه د لسو فيصدو هدف ته ورسيږي.

د ترکيې دويم قوي گوند د مرکزي گيڼ لاسو کمالستانو گوند دی. دغه گوند د ترکيې د سيکولر نظام پلوی او دولت ته د هر ډول ديني بڼي ورکولو مخالف دی.

اټکل کيږي چي د کمال اتا ترک د پلويانو دغه گوند به د 25 او 30 فيصدو په شاوخوا کي رايي تر لاسه کړلای سي.

د ترکيې درېيم لوی گوند د سخت دريځه ښی لاسو د ملتي حرکت گوند دی. خو دا چي دغه گوند به په رشتيا وکولای سي چي اړيني لس فيصده رايې تر لاسه کړي. د ټاکنو پايلي به يې وښيي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل