1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاتالونيا ـ اخ و ډب کي رايه اچوونکي ژوبل سوي

۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبه

د هسپانيې مرکزي حکومت غواړي په کاتالونيا کي د خپلواکۍ د ريفراندم مخه په هر قيمت ونيسي. په دې ترڅ کي د ټاکنو مرکزونه ونيول سول او رايه اچوونکو ته خنډونه رامنځ ته کړل سول.

https://p.dw.com/p/2l3CH
Spanien Referendum Katalonien Polizei
انځور: Getty Images/AFP/P. Barrena

د هسپانيې مرکزي حکومت د يکشنبې په ورځ د رايه اچونې د بهير د پېلېدو وروسته لا هم خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړه چي د رايه اچونې مخه ونيسي. خو د مرکزي حکومت له لوري د رايه اچونې د مخنيوي په دنده مؤظف سوو پوليسو باوجوده خلکو د رايه اچونې مراکزو ته مخه وکړه.

په دې ترڅ کي د سيميز حکومت رئيس کارلېس پوګديمونت هم په دغه شخړيزه ولسپوښتنه کي خپله رايه وکاروله. د نوموړي وياند دغه خبر تائيد کړی دی چي پوګديمونت د رايه اچونې مرکز ته ولاړ او هلته يې خپله رايه واچوله.

له بل اړخه د ګارديا سيويل په نوم د مادريد له لوري استول سوي پوليس کوښښ کوي چي په هر قيمت د کاتالونيا د خپلواکۍ له پاره د يکشنبې د ورځي د روانې رايه اچونې مخه ونيسي. په دې ترڅ کي پوليسو يوه اندازه د رايه اچونې کاغذونه حذف کړي، او د زور په مټ هڅې کوي چي رايه اچوونکو ته خنډونه جوړ کړي تر څو هغوی رايه نه واچوي. په دې ترڅ کي د يو شمېر رايه اچونې د مراکزو پر دخول پوليس ولاړ دي او خلک نه پرېږدي چي د رايه اچونې له پاره ورسي.

د عيني شاهدانو په وينا په بارسلونا کي پوليسو د کاتالونيا د خپلواکۍ په ملاتړ مظاهره کوونکو پر ضد ربړي ګولۍ هم کارولې دي. مرستندويانو د ژوبل سوو څخه راپورونه ورکړي دي. رسنۍ د ځايي روغتيا د وزارت له وينا داسي راپورونه ورکوي چي په دغه اخ و ډب کي تر ۳۷ زيات کسان ژوبل سوي دي چي پکښي بعضي جدي زخميان هم شامله دي.

سهار وختي لا د کتالونيا په بيلو برخو کي د انسانانو اوږده قطارونه لګېدلي ول چي خپلي رايي واچوي. دغو کسانو هڅه کوله چي هم رايه واچوي او هم د دغو مراکزو د بندولو له پاره پوليسو ته اجازه ورنکړي. په ټوليزه توګه ۲۳۰۰ د رايي اچونې مرکزونه په ښوونځيو کي په پام کي نيول سوي ول چي له ياد شمېر څخه تقريبا ۱۳۰۰ يې يوه ورځ مخکي لا د مادريد د حکومت له خوا رالېږل سوو پوليسو وتړل.

د پوليسو د ټولو هڅو باوجوده د کاتالونيا په زياتو سيمو کي د رايه اچونې بهير ادامه لري. د ځايي حکومت وياند ويلي چي ۷۳ سلنه د رايي اچونې مرکزونه فعال دي. د نوموړي د دغو معلوماتو پخلي لا تر اوسه نه دی سوی.

په کاتالونيا کي تر ۵،۳ مليونو څخه پر زياتو انسانانو ږغ سوی دی چي خپله رايه وکاروي. ځايي حکومت ويلي چي که د ريفراندم اکثره رايه اچوونکي د بېلتون په حق کي رايي واچوي نو په يو څو ورځو کي به له هسپانيې څخه بېلتون اعلان کړي. دا د هغه باوجوده چي د هسپانيې تر ټولو سترې محکمې دغه ولسپوښتنه غېرقانوني بللې وه. يادي محکمې په خپله فيصله کي ويلي ول چي د اساسي قانونه له مخي هسپانيه نه سي ويشل کيدلای او د يوې سيمي د بيلتون له پاره ولسپوښتنه ناقانونه ده.

له ريفراندم څخه تر مخه تر سره سوو نظر پوښتنو ښودلې وه چي د کاتالونيا له اوسېدونکو څخه پوښتل سوو ۴۹،۹ فيصدو يې ويلي چي بېلتون نه غواړي خو ۴۱،۱ فيصدو يې ويلي ول چي د بيلتون غوښتونکي دي. د مادريد له لوري د دغه ريفراندم د مخنيوي هڅه د بعضو کتونو په آند ښاي د دې لامل سي چي د بيلتون غوښتونکو فيصدي زياته سي.