1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د «ریکا» غونډه پرانیستل شوه

۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبه

په کابل کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د کنفرانس یا «ریکا» شپږمه غونډه پیل شوه. په دغه غونډه کې تر ۳۰ زیاتو هیوادونو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو استازو گډون لري چې د افغانستان د راتلونکي په هکله خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/1GQVa

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د پنجشنبې په ورځ دغه غونډه پرانیسته او ویې ویل چې دغه دوه ورځنۍ غونډه به د افغانستان د څلویښت کلنۍ جگړې وروسته د افغانستان د بیارغاونۍ پر وړاندې ننگونې وارزوي.

دغه غونډه چې په کابل کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره کیږي، د بیلابیلو هیوادونو استازي پر اقتصادي موضوعاتو سربیره د تگلارو پر لومړیتوبونو، سیمه ییزې سوداگرۍ، پر پولو د گمرکي همغږیو رامنځ ته کولو او د بازارونو د پراخوالو پر موضوعاتو بحثونه کوي.

«د افغانستان په هکله د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کانفرانس» چې انگلیسی مخفف یې «ریکا» دی دا شپږمه او د ولسمشر په توگه د محمد اشرف غني د واکمنۍ په موده کې لومړۍ غونډه ده چې جوړیږي. غني د خپل ریاست له پیل سره ژمنه کړې ده چې له طالبانو سره به ۱۴کلنې جگړې ته د پای ټکې کیږدي او افغانستان به له اقتصادي لحاظه په خپلو پښو ودروي.

د اقتصادي چارو کارپوهان سږ کال په افغانستان کې د ۲،۵ سلنې اقتصادي ودې اټکل کوي.