1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: له قطر سره موافقې ته نه يو رسېدلي

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې دليل چي تر اوسه پوري له قطر سره په رسمي توگه د طالبانو د دفتر پر پرانيستلو باندي موافقه ته نه دي رسېدلي نو دغه دفتر هم نه دئ پرانيستل سوی.

https://p.dw.com/p/145fK
انځور: dapd

طالبانو ويلي دي چي د امريکا له متحده ايالاتو سره يوې داسي لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي چي په قطر کي خبري اتري ورسره وکړي. خو تر اوسه پوري ددې دفتر د پرانيستلو خبره گونگه ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي د يکشنبې په ورځ(د فبرورۍ ۱۹) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د سولي په خبرو کي چي هر ډول پرمختگ وسي د افغانستان له خلکو سره به شريک سي:

«د افغانستان د سولي پروسه به ډير وخت ونيسي. موږ تر اوسه پوري د سولي د خبرو د تر سره کولو د يوې باوري فضا د را منځته کولو په لټه کي يو. موږ امیدواره يو چي د قطر له حکومت سره د طالبانو له پاره د يوه دفتر د پرانيستلو پر سر يوې موافقې ته سره ورسيږو.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د سولي د پروسې په لار کي د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي او د جزئياتو په اړه ئې معلومات لري.

د پاکستان د همکارۍ اهميت

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سیمي له هيوادونو څخه غوښتنه کړې ده چي سولي ته د رسېدلو له پاره له دغه هيواد سره مرسته وکړي.

ښاغلي موسي زي ويلي دي چي په افغانستان کي سوله د سيمي د هيوادونو په گټه ده:

«هغه څه چي د افغانستان له پاره ډير مهم دي هغه د سولي د پروسې د پرمخ بېولو له پاره د پاکستان هيواد صادقانه همکاري ده.»

دا په داسي حال کي ده چي ولسمشر کرزي پاکستان ته په خپل رسمي سفر کي د هغه هيواد له چارواکو څخه غوښتي ول چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر دي افغان دولت ته وسپاري.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير حنا رباني کهر د افغان ولسمشر دغه وړانديز خندور بللی دئ.

موسی زي ټينگار وکړی چي په افغانستان کي سوله هغه وخت راتلای سي چي پاکستان په دغه لار کي مرسته وکړي:

«لکه څرنگه چي تاريخ ثابته کړې ده او تيرو لسو کلونو هم دا وښووله چي په افغانستا کي سولي په سیمه کي سوله ده او د افغانستان بې ثباتي د سيمي بې ثباتي ده.»

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل