1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د پوليسو پر مرکز بريد نهه کسان ووژل

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

څلور انتحاري بريد کونکو نن «شنبه» د کابل په ښار کي د پوليسو يو مرکز تر بريد لاندي راوست. چاواکي وايي چي په دغي پيښي کي دري پوليس، یو د ملی امنیت کارکونکی، او پنځه ملکي وکړي وژل شوي دي

https://p.dw.com/p/11elm
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د یو ویاند، نجیب نیکزاد، په حواله په دغی پیښی کی 12 نور کسان ټپیان شوی هم دی.

د افغان امنيتي چارواکي وایي چی بريد کوونکي په وسلو او منفجره موادو سمبال ول او د لومړي حوزي د پوليسو پر مرکز يي بريد تر سره کړ. د پوليسو دغه مرکز د کابل ښار په مندوي کي پروت ده.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي، د پیښی په اړه وویل:

«يوه بريد کونکي د پولیسو د مرکز د دروازي مخکي ځان والوزوه ترڅو نور بريد کونکي وشي کولاي چي د پوليسو د مرکز دننه لاره پیدا کړی. دويم بريد کونکي مخکي له دي چي ځان والوزوي د پوليسو لخوا ووژل شو.»

د افغانسان د کورنيو چارو د وزارت د وياند په حواله، دوه بريد کونکي وتوانيدل چي د پوليسو مرکز د دننه لاره پیدا کړي. صديقي وايي چي د دغو دوو بريد کونکو له ډلي څخه يو يي د پوليسو لخوا ووژل شو او ديم يي افغان ځواکونو سره د دوو ساعتونو جګړي وروسته له منځه لاړ.

د کابل د پوليسو وياند، حشمت الله ستانکزي، وايي چي بريد کونکو د افغانستان د ملي اردو د سرتيرو يونيفرم اغوستي ؤ.

عبدالواحد دغه پيښه له نږدي څخه ليدلي. ده رويترز خبري اژانس ته ويلي چی په نني «شنبه» پيښي کي دري چاودني رامنځ ته شوي.

د دغي پيښي د رامنځ ته کيدو وروسته، سيمه د افغان امنيتي ځواکونو تر محاصري لاندي راغله.

په وروستيو څو اونيو کي دا د کابل پر ښار دويم بريد دي. د مي د مياشي په 21 نيټي د کابل په ښار کي يو پوځی روغتون د ياغيانو تر بريد لاندي راغي چي په ترڅ کي شپږ کسان ووژل شول او 23 نور هم تپيال شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: احمدولي اڅکزي