1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د طالبانو له منګولو مو۶۰ کسان آزاد کړل

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۷, جمعه

افغان امنيتي ځواکونه وايي چي په هلمند ولايت کي يې د عملياتو پر مهال د طالبانو له منګولو۶۰ کسان آزاد کړي دي. د افغانستان د دفاع وزارت ويلي چي دغه عمليات د پنجشنبې په ورځ سوي.

https://p.dw.com/p/1IjAm
افغان امنیتي ځواک
انځور: picture-alliance/dpa/W. Yar

افغان چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۶ کال د می ۶مه) وويل چي ځانګړو امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کي د عملياتو په ترڅ کي د طالبانو له منګولو۶۰ کسان آزاد کړي دي. ويل سوي چي طالبانو دغه کسان په يو کور کي ساتلي ول.

طالبانو په هلمند کي له څو مياشتو راهيسي د جګړې په ترڅ کي ځيني سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي. په دې ترڅ کي له دغو سيمو څخه حکومتي ځواکونه پر شا تمبول سوي دي.

په افغانستان کي د ناټو قواوو ويلي دي چي په ګاونډي ولايت کندهار کي هم د شپې له خوا د څرخي الوتکي په مرسته تر سره سوو د ترهګرۍ ضد عملياتو کي ځيني کسان د وسله والو له منګولو آزاد سوي دي.

د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي دغه عملیات پر يو کور وسول، چي د ترهګرۍ ضد اوپراتيفي او ځانګړو قواو پکښي ګډون کړی وو.

ناټو ويلي دي چي په دغو عملياتو کي يې د تربيه او مشوره ورکولو او په همدې راز د رهنمايي په برخه کي له افغان ځواک سره مرسته کړې ده. خو په دې تړاو نور تفصيل نه دی ورکړل سوی. ويل سوي دي چي لږ تر لږه دوه ياغيان وژل سوي او ځيني نور ژوبل سوي او نيول سوي دي.

د هلمند والي حيات الله حیات، ويلي دي چي آزاد سوي زندانيان کندهار ته انتقال سوي دي. د هغه په وينا په دې تړاو پلټني ادامه لري چي دغه کسان څوک دي او ولي بنديان ول.

په افغانستان کي د۲۰۱۴م کال په پای کي د نړيوالو ځواکونو د جنګي ماموريت تر پای ته رسېدو وروسته په دغه هيواد کي د وسله والو طالبانو په بريدونو کي ډېرښت راغلی دی. ويل کيږي چي له هغه راهيسي د افغان حکومت وسله وال مخاليفان ډېر قوي سوي دي.