کابل: د بهرنيانو پر مېلمستون بريد تر سره سو
۱۳۹۳ آذر ۸, شنبهاعلان
د پوليسو وياند هشمت ستانکزي د دې پخلی کړی دی چي د کابل په کارته ۳ کي د پر يو مېلمستون وسله وال بريد تر سره سوی دی. خو نوموړي د نورو جزياتو د ورکولو څخه ډه ډه کړې ده.
طالبانو په يوه اعلاميه کي د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چي دوی » د عيسويت د خپرولو پر يو مخفي مرکز» بريد کړی دی.
د راپورونو له مخي د بريد د پېل څخه لږ وروسته دغه سيمه د افغان استخباراتي او امنيتي کسانو لخوا محاصره کړل سوه. د کابل په ختيځ کي په پرته دغه سيمه کي د افغانستان د پارلمان ودانۍ هم پرته ده.
د تيرو دوو اونيو راهيسي د افغانستان د پلازمېني تر څنګ په ولايتونو کي هم د وسله والو طالبانو بريدونه زيات سوي دي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي ول چي د طالبانو د بريدونو څخه صرف ۳ فيصده بريالي کيږي.