1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د امنيت تضمين نسته

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

ژورنالستانې زاندرا پېترسمن او بريګيته شيولکه ګيل په کابل کي وې چي ورته پر «اپرېشن مرسي» سازمان د بريد خبر ورسېد. د هغوی لخوا په دې تړاو ليکل سوی یو شخصي مطلب دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2dKWJ

موږ په خپل کار کي ډوبي يو او د مهاجرو د اخراج رسمي سندونه لولو يا يې په هکله اورو. امير، نوري، مجتبی او عيسی وايي چي هغوی په کابل کي د ژوند کولو څخه بيره لري. موږ د هغوی مهاجرو سره په کابل کي يو ځای ناستي ؤ چي له آلمان څخه اخراج سوي دي. په دغه حال کي موږ ته خبر راورسېد چي پر سوېډني مرستندويه سازمان «اپريشن مرسي» وسله وال بريد سوی. موږ وبېرېدلو او حيراني سوو. هر بريد بيرونکی وي که هغه په کابل، پاريس، بروکسل، نيڅا او که په برلين کي وي.

تر اوسه لا جزيات ناڅرګند دي. موږ په کابل کي تماسونه ونيول چي ځان په ټول حال خبري کړو. موږ پر سوشل ميډيا د خپلو افغان همکار ژورنالستانو راپورونه لولو.

موږ خپلو کورنیو ته حال ورکړ چي موږ روغي يو. زموږ همکاران چي زموږ په هکله اندېښمن دي راته د تليفون، برېښناليکونو او وټس اپ له لاري پيغامونه ليږي. هغه اخراج سوي افغان مهاجر چي هلته موجود دي، هغوی په آلماني ژبه او د خپل هيواد سره زموږ په تماسونو پوهيږي. مجتبی او عيسي راسره خپله خواخوږي څرګندوي. موږ د خپل مشري مسؤل مديري او د انسجام کوونکي سره خبري کوو او په ګډه غور و فکر کوو.

د بريد هدف بهرنيان ول

وروسته څرګنديږي چي د بريد نخښه بهرنيان ول. راته څرګنديږي چي د بريد هدف د مرستندويه سازمان يو مېلمستون ؤ او دا چي يوه آلماني ښځه او يو افغان پيره کوونکی وژل سوي دي. د افغان پيره کوونکي څخه سر پرې کړل سوی دی. د فنلند سره تړاو لرونکې يوه بله مرستندويه ښځه اختطاف کړل سوې هم ده. په کابل کي دا پر بهرنيانو لومړی بريد نه دی خو اکثره وخت د بريدونو قربانيان افغانان وي.

په روان مېلادي کال په کابل کي لږ تر لږه ۷ لوی بريدونه سوي دي چي پکښي په سلهاؤ انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغو بريدونو پړه يا خو وسله والو طالبانو او يا هم «اسلامي دولت» په غاړه اخيستې ده.

موږ په تيرو ورځو کي يو د افغانستان پلازمېنه آرامه وموندله. کله چي موږ څو ورځي تر مخه کابل ته راغلو نو د افغانستان پلازمېنه کابل چي ورباندي امنيتي کمربندونه او د چاودنو ضد جګ دېوالونه راګرځېدلي دي، پر موږ يې اغېز وکړ. پر شين آسمان لمر ځلېدی. هغه انسانان چي موږ ورسره وينو په ورين تندي زموږ سره خبري کوي. خو دا چي دغه آرامي څومره تېرايستونکې کيدلای سي، دغه تازه بريد يې يو ثبوت دی.په کابل کي د امنيت تضمين نسته. يو داسي ځای چي نن امن دی، سبا د بريد يو هدف ګرځېدلای سي. موږ و کابل ته د سفر پېلولو تر مخه خپل ځان ته امنيتي اصول وټاکل او هوډ مو وکړ چي ورباندي عمل به کوو او خپل پر احساس به غوږ نيسو. تر دې زيات ممکن نه دي.

بيره او تاوتريخوالي د ورځني ژوند برخه

موږ د ټولو هغو کسانو څخه چي موږ ورسره خبري کړي وپوښتل چي هغوی د امريکا او ناټو له خوا و افغانستان ته د ممکنه زیاتو عسکرو د رالېږلو په تړاو څه فکر کوي. جوابونه داسي ول:
«دا به څه ګټه ولري که په وضعه کي هيڅ فرق نه راسي؟»
«مهمه دا ده چي موږ افغانان سره متحد واوسو او دا چي زموږ حکومت بالاخره د يو بل سره د لانجو پر ځای سم حکومتولي وکړي.»
«زيات بهرني عسکر به څه فايده ورسوي، که هغوی د جګړې اجازه ونه لري؟»
«موږ بايد خپلي ټولي ملېشې خلع سلاح کړو او د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»
«ناټو ناکامه سوه. ملګري ملتونه بايد موږ ته عسکر راولېږي.»
«موږ له نړيوالې ټولنې په اول قدم کي امنيت او بيا تعليم غواړو.»

د دغو کسانو جوابونو که هر ډول هم سره توپير لري خو دوی ټول ځان په کابل کي خوندي نه احساسوي. خو هغوی مجبوره دي چي دلته پاته سي. موږ زیات وختونه دغه جمله اورو: «کله چي موږ سهار له خپل کوره وځو، نو موږ نه پوهيږو چي ايا موږ به ماښام ژوندي بېرته کور ته راستانه سو او که څنګه. خو موږ بله لاره نه لرو بېله دې چي ژوند ته ادامه ورکړو.»

موږ د بهرنيو مېلمنو په حيث د بريد څخه وروسته تر هغه زيات د ګواښ سره نه يو مخامخ لکه د بريد څخه تر مخه چي تر ګواښ لاندي ؤ. په افغانستان او په پلازمېنه کابل کي بيره او تاوتريخوالی د ورځني ژوند برخه دي او د دې تر څنګ د ډلو له خوا جرمونه يو بل لوی ګواښ دی. د پيسو له پاره د انسانانو اختطاف کول د تجارت يوه بڼه ګرځېدلې ده.

موږ دلته ژورنالستانې يو او غواړو په پلازمېنه کي د ورځني ژوند يو انځور جوړ کړو. موږ د مخکنيو زياتو سفرونو څخه هم کابل پېژنو. افغانستان په جګړه کي واقع يو هيواد دی. د تيرو ۱۶ کالو بهرني پوځي ماموريتونو دغه هيواد ته پرمختګ او پرانستنه راوړه خو دغه هيواد ته يې امنيت او سوله نه دي راوړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.01.2017):