کابل: د اختر لومړۍ ورځ په خوشحالۍ ولمانځل شوه
۱۳۹۰ شهریور ۸, سهشنبهد اختر په ورځ افغانان په خپلو کورونو کې ډول ډول پخلي ، خواړه او پیا په خاصه توګه خواږه شیان تیاروي. په کابل کې ټینګ امنیتی تدابیر نیول شوی او خلکو د اختر لومړی ورځ په خوښی سره ولمانځله.
ډیری خلکو نوې جامې اغوستی وی او د یو بل کورونو ته روان دي ترڅو له حال احوال څخه خبر شي. د کابل په پارکونو او کوڅو کې کوچنیان په لوبو بوخت دي.
د کابل ډیری ځوان اوسیدونکي په میلو وتلی دی او زاړه خلک بیا په خپلو کورونو کې د میلمنو په انتظار او هرکلی بوخت دی.
د کابل ښار پولیس وایې چې د اختر په مناسبت یې ځانګړي امنیتې تدابیر نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر هم د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په خپل هیواد کی د سولی او ثبات د تینګښت لپاره پر خپلو مخالفینو غږ وکړ چی نور له زور زياتيو څخه لاس واخلی.
د ولسمشر له خوا په یوی خپری شوی خبرپاڼه کی راغلی دی: «د نیکمرغه اختر په مناسبت زه د ټولو هغو ورونو څخه چې د پردیو وسلي په لاس کې لري، خپل هیواد ویجاړوی او خپل خلک وژنی، غواړم چی خپل هیواد ته خدمت پیل کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»
کرزي د اختر په مناسبت همدا راز پنځه هغه ماشومان چی د ترهګرو لخوا د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره تربیه شوي ول عفو کړل او له یاغیانو څخه یې وغوښتل چې په خپلو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار وا نه خلي.
د حکومت له خوا دغسی پیغامونه که څه هم ډیری وخت پرته له کومی نتیجي څخه پاتی شوی، خو لږ ترلږه په داسی سترو مذهبی لمانځه کی عام خلک د سولی او امن لپاره هیله لری.
د کابل یو اوسیدونکی ، شکور چې 38 کاله لري د خپل وراره سره د اختر د ورځو خوند اخلي. هغه وایې چې د اختر ورځې د هغه د ژوند ښې ورځې دي.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی راتب نوري وایې چې د اختر شپه یې د خپلي کورنۍ او ملګرو سره به خوشحالۍ تیره کړي ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم